کورپاڼه خپرونې د ځوان کاکړ لیکنې
Pashto
خپرونې · کتابونه

د ځوان کاکړ لیکنې

د پوهاند کاکړ د هغو لیکنو ټولګه ده، چې لومړی ځل په کابل، وږمې او اریانا مجلو کې خپرې شوي او له مختلفو کلکسیونونو څخه راټولې، کمپوز او تر دقیقې بیاکتنې روسته د یوې ټولګې په بڼه چاپ شوي دي.

P
Prof. Mohammad Hassan Kakar
Historian · Foundation
364
پاڼې
1
ژبې
March 15, 2025
لومړنی خپرونه
وړیا
ازاد لاسرسی
د دې کتاب په اړه

لنډیز

دا د پوهاند محمد حسن کاکړ د هغو لیکنو او مقالو ټولګه ده چې په کابل، وږمې او اریانا مجلو کې خپرې شوي او شمېر یې (۵۲) دی. د موضوع له مخې ادبي، تاریخي، سیاسي او ټولنیز موضوعات لري چې یوه برخه یې د لیکوال سرمقالې او پښتو ته ژباړل شوې لیکنې دي. د کتاب لومړۍ برخه سرمقالې دي چې یو لړ ټولنیز او ژورنالیستیک مسایل لکه د ښوونکي ورځې د لمانځلو ارزښت، زموږ ذهنیتونه، د ژوند راز، د تاشکند غونډه، د مجلې یو دېرشم کال او نور بیانوي. دوهمه برخه پښتو ادبیاتو یا ادبي لیکنو ته ځانګړې شوې. په دغه برخه کې د پښتو ژبې پر املاء او انشاء، پښتو او دفتر، همدا شان د پښتو ژبې پر پرمختګ، معیاري کېدو، عامېدو، د لهجو په بډاینه او اسانه لیکدود بحث شوی. د تاریخ برخه یې د افغانستان د خپلواکۍ، د استعمار د حقیقت، افغان، افغانستان، پښتون او پټان د نومونو رېښې او تاریخي مخینې او د افغانستان د معاصر تاریخ په بهیر کې د دولتونو او ټولنیز جوړښت په اړه په زړه پورې بحثونه لري. د ټولنیزو پوهنو په برخه کې پوهاند کاکړ د لرغونو انسانانو او د هغو پر چلند او فکري ودې، د شوروي پر ټولنې، د لرغوني یونان د ښاري دولتونو او په دوی کې د ډیموکراسۍ پر څرګنوالي بحث کړی چې د ټولنپوهنې په زړه پورې درسونه وړاندې کوي. د ژباړو په برخه کې پوهاند کاکړ د وخت او شرایطو اړتیا ته په پام، له شعر او داستان رانیولې بیا تر بېلابېلو تاریخي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو مقالو یو شمېر لیکنې را پښتو کړي دي. «د تولستوی برخه په ادب کې»، «د شعر په باب تفکرات»، «د کولتور کړۍ»، «د ډیموکراسۍ عناصر»، «وېره» او «علتونه په تاریخ کې» د دغې برخې یو شمیر را ژباړل شویو لیکنو عنوانونه دي.

تاریخپوه

د لیکوال په اړه

P
Prof. Mohammad Hassan Kakar
Historian · Foundation

Afghanistan's foremost historian. Author of more than ten landmark books. Champion of the Afghan people's history, culture, and intellectual heritage — in English, Pashto, and Dari.

علمي کارونه

د سرچینې د ذکر طریقه

Prof. Mohammad Hassan Kakar. د ځوان کاکړ لیکنې. Kakar History Foundation, 2025.

Leave a Comment

Comments are reviewed before they appear publicly.