لنډیز
دا د پوهاند محمد حسن کاکړ د هغو لیکنو او مقالو ټولګه ده چې په کابل، وږمې او اریانا مجلو کې خپرې شوي او شمېر یې (۵۲) دی. د موضوع له مخې ادبي، تاریخي، سیاسي او ټولنیز موضوعات لري چې یوه برخه یې د لیکوال سرمقالې او پښتو ته ژباړل شوې لیکنې دي. د کتاب لومړۍ برخه سرمقالې دي چې یو لړ ټولنیز او ژورنالیستیک مسایل لکه د ښوونکي ورځې د لمانځلو ارزښت، زموږ ذهنیتونه، د ژوند راز، د تاشکند غونډه، د مجلې یو دېرشم کال او نور بیانوي. دوهمه برخه پښتو ادبیاتو یا ادبي لیکنو ته ځانګړې شوې. په دغه برخه کې د پښتو ژبې پر املاء او انشاء، پښتو او دفتر، همدا شان د پښتو ژبې پر پرمختګ، معیاري کېدو، عامېدو، د لهجو په بډاینه او اسانه لیکدود بحث شوی. د تاریخ برخه یې د افغانستان د خپلواکۍ، د استعمار د حقیقت، افغان، افغانستان، پښتون او پټان د نومونو رېښې او تاریخي مخینې او د افغانستان د معاصر تاریخ په بهیر کې د دولتونو او ټولنیز جوړښت په اړه په زړه پورې بحثونه لري. د ټولنیزو پوهنو په برخه کې پوهاند کاکړ د لرغونو انسانانو او د هغو پر چلند او فکري ودې، د شوروي پر ټولنې، د لرغوني یونان د ښاري دولتونو او په دوی کې د ډیموکراسۍ پر څرګنوالي بحث کړی چې د ټولنپوهنې په زړه پورې درسونه وړاندې کوي. د ژباړو په برخه کې پوهاند کاکړ د وخت او شرایطو اړتیا ته په پام، له شعر او داستان رانیولې بیا تر بېلابېلو تاریخي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو مقالو یو شمېر لیکنې را پښتو کړي دي. «د تولستوی برخه په ادب کې»، «د شعر په باب تفکرات»، «د کولتور کړۍ»، «د ډیموکراسۍ عناصر»، «وېره» او «علتونه په تاریخ کې» د دغې برخې یو شمیر را ژباړل شویو لیکنو عنوانونه دي.
د سرچینې د ذکر طریقه
Prof. Mohammad Hassan Kakar. د ځوان کاکړ لیکنې. Kakar History Foundation, 2025.