زموږ په اړه
یو غیر انتفاعي علمي مرکز دی چې په ۲۰۱۵م کال کې د تاریخي څېړنو د اسانتیا، د افغان تاریخپوهانو د ژوند، کار او پر تاریخي پېښو او کلتوري هڅو د خبرتیا او د افغان تاریخ د پراخې مطالعې په موخه رامنځه ته شو.
کاکړ تاریخ بنسټ یو غیر انتفاعي علمي مرکز دی چې په ۲۰۱۵م کال کې د تاریخي څېړنو د اسانتیا، د افغان تاریخپوهانو د ژوند او کار، پر تاریخي پېښو او کلتوري هڅو د خبرتیا او د افغان تاریخ د پراخې مطالعې په موخه رامنځه ته شو.
موخې
- د څېړنو، خپرونو، ژباړو، علمي غونډو او سیمینارونو له لارې د تاریخ په اړه د بحثونو عامول.
- د تاریخ د کتابونو د مطالعې او خپراوي له لارې د پوهاند کاکړ د هاند او هڅو داوم.
- د تاریخ د مینه والو او اړوندو بنسټونو په مرسته د تاریخي اسنادو او اثارو راټولول، ترتیب، چاپ او ارشیف کول.
لیدلوري
موږ غواړو د خبرو اترو فرهنګ عام شي. د خپل نظر وړ موراد بحث ته وړاندې شي او فکر پرې وشي. دا چاره به افغان تاریخ لکیوال، لوستونکي او زده کوونکي وهڅوي چې له مسایلو سره پر انتقادی چلند، خپله فکر محوره وړتیا لوړه کړي.
پرانیستغونډه
کاکړ تاریخ بنسټ د ۲۰۱۹م کال د جنوري په پینځمه د وخت د ولسمشر محمد اشرف غني، د پوهنتون د استادانو، علمي شخصیتونو، د مدني ټولنې د استازو، قومي مخورو، ځوانانو، ملګرو او دوستانو په حضور کې پرانېستل شو.
زموږ فعالیتونه
- د افغانستان له تاریخ پورې اړوندې څېړنې، بحثونه، سیمینارونه او لکچرونه وړاندې کول.
- د تاریخ د مهمو اثارو چاپ، خپرول او دغه راز په انلاین بڼه هغو ته د لوستونکو لاسرسی.
- د علمي او تاریخي څېړنو لپاره له افرادو او بنسټونو سره ګډه همکاري او د امکاناتو برابرول.
- د تاریخ لوستونکو ته د مطالعې او څېړنو لپاره د مهمو تاریخي کتابونو او مآخذونو په واک کې ورکول.
- د بنسټ ټول چاپ اثار Lulu.com کې د لاسرسي وړ کول.
زموږ هڅې
- موږ د افغانستان د تاریخ د خوندیتوب، خپراوي او مطالعې ملاتړ کوو. موخه مو د هېواد، سیمې او نړۍ له تاریخ څخه د خلکو په ځانګړي توګه د ځوان نسل خبرول دي.
- موږ د افغانستان د تاریخ د غوره مطالعې لپاره د ګډو او فردي څيړنو، نوښتونو، سیمینارونو او غونډو له لارې د مناسبې فضا، سرچینو او فکري بنسټ رامنځته کولو ته ژمن یوو.
د تمرکز ساحې
- د افغانستان د تاریخ په اړه څېړنې.
- په تاریخي او عملي موضوعاتو د سیمینارونو، بحثونو او لکچرونو وړاندې کول.
- له انګریزي، پښتو او دري ته او برعکس د تاریخي موادو ژباړل.
- د تاریخ او فرهنګ په اړه د علمي پایلیکونو، کتابونو او نورو موادو راټولول، څېړل او خپرول.
- د تاریخ د کتابونو او مقالو پرلیکه کول.
رسمي پرانیستل
Inauguration of the Kakar History Foundation · جون 1, 2015