محمد حسن کاکړ د ۱۹۲۰م کال په وروستیو کې د افغانستان د لغمان ولایت په ډیوې کلي کې نړۍ ته سترګې وغړولې. د لیسانس دوره یې په کابل پوهنتون کې بشپړه کړه، تاریخ یې لوست. له لندن پوهنتون څخه یې په فلسفه کې ماسټري واخیسته، بیا یې له یاد پوهنتون څخه په تاریخي فلسفه کې خپله دوکتورا بشپړه کړه. نوموړی په پرنسټون (۱۹۷۱-م۱۹۷۳) او هارورډ (۹۷۳-م۱۹۷۶) پوهنتونونو کې د فولبرایټ همکار مېلمه و چې هلته یې څېړنو ته دوام ورکړ او د خپلې دوکتورا ډیزرټیشن یې ولیکه.
په (۱۹۸۲م) کې چې پوهاند کاکړ د کابل پوهنتون د تاریخ څانګې استاد او رئیس و، د شوروي اتحاد له یرغل سره د مخالفت په وجه زنداني شو او کابو پنځه (۵) کلونه یې په زندان کې تېر کړل. د بښنې نړیوال سازمان له لوري د (وجدان زنداني) په نوم یاد او زنداني کېدل یې د نړېوالې ټولنې له لوري په پراخه کچه وغندل شول او همداراز د کمونیست پلوي رژیم له لوري د روڼ آندو، عالمانو او سیاسي فعالانو د زنداني کېدو پر وړاندې د اعتراض سبب هم شو.
د بښنې نړېوال سازمان، د قلم نړېوال سازمان، او د اروپا او شمالي امریکا د پوهانو او د بشري حقونو فعالانو او له هغې ډلې له هارورډ پوهنتون څخه د پروفیسور جوزف فلیچر له لوري د فشارونه په پایله کې، کاکړ له ناعادلانه بند څخه را خلاص شو او په ۱۹۸۸م کال کې له خپلې کورنۍ سره پېښور ته لاړ. په پېښور کې د آزاد افغانستان د لیکوالو له ټولنې سره یو ځای شو، د شنونکي په توګه یې کار پیل کړ او د افغانستان د سیاسي بدلونونو په باب يې پراخې لیکنې وکړې. هغه (په تبعید کې) د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو د ټولنې د لومړني رئیس په توګه وټاکل شو او په (۱۹۸۹م) کال کې یې له خپلې کورنۍ سره متحده ایالاتو ته مهاجرت وکړ او په کلیفورنیا کې یې هستوګنه پيل کړه.
په متحده ایالاتو کې د هغه کار، د افغانستان له حالاتو څخه پر خبرتیا متمرکز و. ده د خپل هېواد د هېښنده پېښو په هکله څو آثار ولیکل او خپاره یې کړل. ده له نورو پیاوړیو افغانانو سره، په افغانستان کې د یوه استازي دولت جوړولو لپاره، یو خوځښت تاسیس کړ او د څه وخت لپاره د هغه رئیس و. پوهاند کاکړ په ۱۹۸۹م کال کې د هونولولو په ختیځ او لویدیځ مرکز کې د خپلو خاطراتو د لیکلو لپاره بسپنه ترلاسه کړه. د دې پرځای، نوموړي پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد د یرغل د سیاسي تاریخ په هکله پر یوه علمي اثر کار پیل کړ چې په (۱۹۹۵م) کال کې د کلیفورنیا پوهنتون له لوري خپور شو.
دکتور کاکړ وروسته په سان دییګو کې د کلیفورنیا په پوهنتون کې مېلمه استاد شو او هلته یې تاریخ تدریس کاوه. دکتور کاکړ په بېلابېلو تاریخي، سیاسي او ټولنیزو برخو کې په پښتو، دري او انګریزي ژبو، په لسګونو آثار لیکلي دي چې ځیني کتابونه یې له انګریزي نه پښتو کړي دي. نوموړي د خپل عمر په وروستیو کلونو کې د غربي فیلسوفانو د افکار او نظریاتو ژباړې وکړې چې د افغان ځوانانو په روزنه کې یې ونډه درلوده.
نوموړي دغه راز د نړۍ په معتبرو ژورنالونو لکه د نړۍ مډرن دایره المعارف، وال سټریټ ژورنال، د منځني ختیځ د مطالعاتو نړېوالې مجلې او د آسیا ټولنې په خپرونو کې څو مقالې چاپ کړې. هغه د وینې له سرطان سره تر مبارزې وروسته، د ۸۷ کلونو په عمر په سانفرانسیسکو کې وفات شو او جنازه یې د لغمان په سرخکانو سیمه کې د ده ټاټوبي ته نږدې، خاورو ته وسپارل شوه. له هغه څخه یې مېرمن مریم؛ دوه زامن؛ کاوون او سباوون؛ درې لوڼې، پلوشه، وږمه او خوږه؛ او همدارنګه څو لمسیان پاتې دي.
کاري برخې
د پنځوس کلونو زیاتو علمي کارونو په اوږدو کې، د پروفیسور کاکر کار پر شپږو سره تړلو برخو متمرکز و چې یوځای د افغانستان د تاریخ جامع انځور وړاندې کوي.
سیاسي او ډیپلوماتیک تاریخ
د افغاني دولتداۍ مکانیزمونه، د واک کارول، او د ۱۸ تر ۲۰مې پیړۍ پورې د بریتانیا، روسیې او ګاونډیو قدرتونو سره پیچلې ډیپلوماتیکې اړیکې.
حکومت او ټولنه
د افغاني ټولنې جوړښت، قبیلوي اړیکې، اداري مؤسسو پراختیا، او د مرکزي واک او محلي خپلواکۍ ترمنځ متقابل عمل بېلابېلو تاریخي دورو کې.
مقاومت او جګړه
د بهرني اشغال پر وړاندې د افغاني مقاومت تاریخ — تر ټولو جامع د ۱۹۷۹–۸۹ کلونو د شوروي اشغال ته ځواب — چې د لومړیني سرچینو له لارې وڅیړل شو.
اساسي قانون او سیاسي اصلاحات
د افغانستان پرله پسې مشروطیت غورځنګونه او د سیاسي نوسازۍ هڅې، خپل تاریخي شرایطو کې وڅیړل شوې او د دوی د پایښت اهمیت ارزول شوی.
ژباړه او فلسفه
د لوېدیځ فلسفي او علمي کلاسیکو ژباړه پښتو او دري ته، چې نړیوال فکري دودونه د افغان لوستونکو لپاره خلاص کړل.
سوله او روغه جوړه
د افغانستان د جګړې تکرارشوني دورو تاریخي لیدترلیدې او د پایداره سولې لپاره اړین شرایط — هغه موضوع چې د هغه د وروستۍ لیکنې لسیزې او عامه ښکیلتیا یې راپاروله.
هغه رڼا چې تل به روښانه وي.
د پوهاند کاکړ میراث یوازې تر خپلو خپرو شویو اثارو محدود نه دی. هغه د څو لسیزو د ژورو څېړنو، تدریس او لیکنو له لارې په افغانستان کې د مسلکي او علمي تاریخ لیکنې د بنسټ په پیاوړتیا کې مهم رول ولوباوه. د هغه اثارو نوې تاریخي څېړنیزې لارې چارې معرفي کړې، د افغانستان د سیاسي تاریخ مهمې پېښې یې ثبت کړې او نورو څېړونکو ته یې ارزښتناکې سرچینې برابرې کړې.
په پښتو، دري او انګلیسي کې د حسن کاکړ له لیکلو نه ښکاره ده چې لیکل (د افغانستان تاریخ) له ټولو افغانانو او نړۍ پورې اړوند دي. هغه د تاریخ لیکلو ترڅنګ ادبي، ټولنیزو او اخلاقي موضوعاتو ته هم پاملرنه کړې او د فلسفې او اخلاقي افکارو په ژباړلو سره یې افغان لوستونکو ته د پوهې، خبرو اترو او انتقادي فکر زمینه برابره کړې ده.
د شوروي اشغال پر وړاندې د کمونیستي رژیم له خوا د حسن کاکړ بندي کېدل د نوموړي د علمي نفوذ او اهمیت ښکارندویي کوي. هغو درک کړې وه چې د هغه لیکنې د افغانانو د تاریخ، هویت او د ټولنې په پوهاوي کې اغېزمنې دي او له همدې اغېز څخه یې وېره لرله؛ خو کاکړ د فشارونو او د زندان له سختیو سره سره خپله لار پرېنښوده چې په دې سره یې علمي، اخلاقي او فکري مقام لا پياوړی شو.
Professor Kakar was the most rigorous and honest historian Afghanistan has ever produced. His work is not just scholarship — it is a foundation stone for any future Afghan state.
He taught us that a historian's duty is to the truth, not to the powerful. That lesson has stayed with every student he ever taught.
His translations of Western philosophy into Pashto were a gift to Afghan youth that no one else could have given. He opened an entire world to a generation of readers.
کاکر تاریخ بنسټ په ۲۰۱۵ کال کې د محمد حسن کاکړ د لیدلوري د دوام په هدف جوړ شو؛ هغه لیدلوری چې د افغانستان د تاریخ د څېړنې، ساتنې او شریکولو پر بنسټ ولاړ و. موږ د تاریخي څېړنو د ودې، د علمي اثارو د خپرولو، د مهمو تاریخي متونو د ژباړې او تاریخي سرچینو ته د لاسرسي د برابرولو له لارې د افغانستان د تېر وخت پېښې تر اوسنیو او راتلونکو نسلونو رسوي.
د بنسټ په اړه →غوره شوې خپرونې
A Political and Diplomatic History of Afghanistan 1863-1901
Based mainly on archival sources this book lays bare how the ground was laid for the emergence of modern Afghanistan…
نور ولولئ →