د پښتنو راتلونکی

پښتانه چې قلم را واخلي اول د خپل قام له کارنامو څخه غږېږي. د دغه عادت د پاره دليلونه هم لږ نه دي. د پښتنو تاريخ اوږد، ځلانده او الهام بښونکى دى. پښتنو د خپل تاريخ په بهير کې له لويو فاتحانو سره د خپلې مېنې او واکمنۍ په سر د لويو قربانيو په ورکولو سره مقابلې کړې دي. له خپلې مينې نه دفاغ د دوى د هر بل ارزښت تر دفاع نه اوږد تاريخ لري. په دې اړه به په لرغوني مهال کې يو مثال ذ کر کړم. د بخدي يا بلخ زردښت د اهورامزدا په دستور د هېوادونو د پېدايښت په موضوع کې وايي چې د ښو مېنو او هېوادونو په سر کې چې ما اهورا مزدا پيدا کړ هغه اریانا ویجو (Airyana Vaego) و، اریانا ویجو یا اریانه یا پخوانی افغانستان په ده باندې دومره ګران و چې د هغه په وینا هغه پنځلس نور هېوادونه د دې د پاره پیدا کړل چې هغه په امن کې وي. په دې اړه د هغه خپل عبارتونه دا دي: «ما هر هېواد د هغه په خلکو باندې ګران کړی، که څه هم په هغه کې هیڅ زړه راکښونکی څیز نه و، که چیرې ما هر هېواد د هغه خلکو ته ګران کړی نه وایو که څه هم په هغه کې هیڅ زړه راکښونکی څیز نه و، بیا به ټولې ژوندۍ نړۍ په اریانه ویجو باندې یرغل کړی وای» د اهورامزدا دغه وینا په اصل کې د اریانا وریجو د خلکو د وطنپالنې د احساس تمثیل کوي. د اريا نه خلک له هغه نه د دفاع په لار کې د مخزېږدې څلورمې پېړۍ د پاى په کلونو کې د مقدونيې لوى سکندر سره څه کم څلور کاله وجنگېدل او په بلخ، کونړ، باجوړ او سوات کې يې په دغسې ستونزو اخته کړ چې هغه په بل هېواد کې له دغسې ستونزو سره مخامخ شوى نه و، د اسوه غانه په نامه د کونړ پښتنو د نړۍ دغه بيساري نظامي قومندان ټپي هم کړ.

په شپاړسمې پېړۍ کې د ميارو ښان کورنۍ يانې پخپله هغه، د هغه زامنو او د هغه لمسيانو چې د خپلواکۍ په لار کې کومې قربانۍ ور کړې، شايد په نړۍ کې بلې کورنې د خپلواکۍ په لار کې دغومره قربانۍ نه وي ورکړې. تر هغو د مخه لوديانو او سوريانو په هندوستان کې دولتونه جوړ کړي وو، د خپلواکۍ په لار کې روښانيان که څه هم نابريالي شول، خو د هغو ټينگې مبارزې د نورو له پاره الهام بښونکې ثابتې شوې. د دغه ميراث ستر بېرغ جگونکي اېمل خان مومند، خوشحال خان خټک، ميروېس هوتک، شاه محمود هوتک، شاه اشرف هوتک او ستر احمد شاه ابدالي شول. وروستيو په فارس کې صفويان او په هند کې مرهټه را وپرزول. ستر احمدشاه له امو نه تر اټکه پورې يو خپلواک دولت جوړ کړو او افغانستان يې چې اول له اټک نه تر غزني پورې د مستونگ په گډون هېواد و تر امو او لوى پامير پورې ورسوه. په نولسمۍ پېړۍ کې اول غازي محمد اکبر خان په کابل کې او بيا د هغه وراره غازي محمد ايوب خان د کندهار په ميوند کې د نړۍ د زبرځواک يانې انگرېزانو ټولې هغه نقشې خنثى کړې چې د افغاسنتان د لاندې کولو د پاره يې طرح کړې وې. د ميوند له جگړې نه زر وروسته د کوټې له شاوخوا سيمونه دېرش زره پښتانه د غازي محمد ايوب خان لپاره تيار شول او انگرېزانو د هغو له امله ونه شو کولى له دغې سيمې نه په کندهار کې خپلو کلابند شويو لښکرو ته ملاتړ واستوي. د دغه ټينگ ملاتړ علت څرگند و. په کوېټه او شاوخوا سيمو کې هغه خلک اباد دي چې په کندهار کې اباد دي. مينې يې هم سره تړلې او د توپوگرافي له نظره، سره پوره ورته دي. د همدغه بيخکي يووالي له امله و چې له شوروي اتحاد سره په جگړه کې د کاکړستان خلکو د افغانستان کډوال پخپلو سيمو کې د خپلو وروڼو په شان منل لکه هغسې چې بر درانيو د افغانستان نور کډوال د خپلو وروڼو په شان منل. که د دوى ترمېنځ د ورورۍ دغه بيخکي اړيکې نه واى، په افغانستان کې د شورويانو په گونډو کېدل به په شک کې واى؛ خو د افغانانو دغه برى په عېن حال کې د دوى بېرته پاتې توب هم په ډاگه کړ.

افغانانو بې له شکه د خپل هېواد، خپل دين، خپلې واکمنۍ او په يوه کلمه خپل ژوند طرز ته د دفاع په لار کې د شوروي زبر ځواک د تېري په مقابل کې دغسې مقابله وکړه چې د هغه د امپراتورۍ په څنډو کې د بل هېواد خلکو په هغه ډول نه وه کړې، خو د دوى دغه ټينگه اراده له دې امله هم بريالۍ شوه چې دوى د نورو هېوادونو په ډول ډول عصري وسائلو سره و جنگېدل او د هغو له لوجستيکي او طبي موادو نه يې استفاده وکړه، خو وروسته له هغه چې دغه مرستې د شوروي اتحاد په ټوټه کېدلو سره ودرېدلې، دوى هم د ځينو بدنيتو چم گاونډيو هېوادونو دسيسو او هم خپل مېنځي پرله پسې جگړو ضعيف او ناتوان کړل. هغه پرېمانه وسلې يې چې د ملي مقاومت په دوره کې له باندنيو نه ترلاسه کړې وې، د يوه بل په مقابل کې په استعمال سره خلاصې کړې. په نتیجه کې افغانان چې د ملي مقاومت په دوره کې د تمدن او پرمختگ له کاروان نه وروسته پاتې شوي وو، د چم گاونډيو په دسيسو او د خپل مېنځي جگړو له امله نور هم وروسته پاتې شول. د پښتنو پر ضد دسيسې لا هم روانې دي.

په معاصر مهال کې د پښتنو پر ضد دسيسه لومړى انگرېزانو جوړه کړه چې د ډيورنډ په کرښې سره يې په دوى کې بېلتون راوست. د شورويانو او د هغو د مريانو دسيسه بيا دا شوه چې لږهکیان د پښتنو په مقابل کې جگ کړي. دغه دسيسه په وړه پېمانه اول ايران شروع کړې وه او د اسلامي تنظيمونو په وخت کې يې په ټينگه پرمخ بېوله. د دوى ټولو او د نورو مطلب يو و؛ او هغه دا چې د پښتنو په ويشلو او ناتوان کولو سره د هغو مېنه ټوټه ټوټه او لاندې کولى شي. ټول پوهېدل چې افغانستان په اوله درجه پښتنو جوړ کړى او په اوله درجه دوى ترې نه دفاع کوي. پښتون يو لوى قام دى او چې سره يو موټى شي لوى قوت ترې نه جوړ شي. د ډيورنډ د کرښې په دواړو خواوو کې اوس څه کم څلوېښت ميليونو ته رسېږي. د اسيا په زړه کې بل قوم هغه هم په يوې سيمې کې په دغومره شمېر نشته؛ خو پښتانه سره يو نه دي، يو سياسي نظم نه لري او همدا اوس يې هم په وطن کې د ډيورنډ د کرښې په دواړو خواو کې خو په يوې خوا کې ډېر وژل کېږي، وراني پکې کېږي، نامنظم جنگ پکې کېږي، ابادي پکې نۀ کېږي او خلک يې حتى عادي ژوند ته نه پرې ښودل کېږي. د دغه حال او داسې هم د بدنيتو گاونډيانو او پخپله د دوى د بېرته پاتې توب له امله د پښتنو راتلونکې خړه ښکاري، که څه هم پښتون يو لوى او زړور ولس دى، اساسي چاره په کار ده او اوس د دې وخت دى چې پښتانه د خپلې راتلونکې په اړه جدي وي او د هغې په اړه د ليکنو، کتابونو، جرگو- مرکو او بحثونو له لارې فکرونه، تجويزونه او پروگرامونه وړاندې کړي. دغه کار د هر پښتون له پاره ممکن دى، په تېره د هغو لپاره چې د ژور فکر خاوندان وي او له خپل ولس سره مينه لري.

د پښتنو د راتونکې په اړه په اوسني حال کلې زما نظر دا دى چې پښتانه له دغه واقعي ژوند سره مينه ولري، د خپل د ژوند او د نورو د ژوند درناوى وکړي او د لا ښه کولو لپار يې ټول هغه څه وکړي چې کولى يې شي. دغه مينه او دغه درناوى هغه وخت په اساسي ډول واقعي کېدلى شي چې يو څوک اول خپل ځان، خپل ولس او نور وپېژني، دغه پېژندنه په اساسي ډول په پوهې او پوهنې سره ترلاسه شي. په دغه حال کې د ډېرو عصري ښوونځيو، پوهنځيو او پوهنتونونو لرل حتمي کېږي. د همدغو موسسو له برکته يو څوک د ځان، انساني ټولنې او د طبيعت په اړه په اساسي ډول پوهېدلى شي. دغسې پوهه سړي ته قوت او ارزښت او ژوند ته مانا او کيف ورکوي. يو پوه وايي چې ما دغسې هېواد ليدلى نه دى چې افراد يې تعليم کړي وي او پخپله بېرته پاتې وي. دغه حکم ځکه رښتيا ښکاري چې تعليم کړي افراد د مسئلو او کشالو ماهيت تر نورو ډېر ښه او سم تشخيص کوي او د هوارولو لپاره يې معقولې او عملي کېدونکې لارې چارې سنجوي، خو له بده مرغه پښتانه په عمومي ډول د پوهې او پوهنې په برخه کې ډېر بېرته پاتې دي. که د نړۍ ولسونه هم د دوى په شان واى، دغه بېرته پاتې توب به د اندېښنې وړ نه واى؛ خو اوس زياتره ولسونه په عمده ډول د ساينس او ټکنالوجۍ يا په اصل کې د پوهې او پوهنې له برکته بېخي ډېر پرمختللي او پرمختګ يې هم په حېرانوونکي ډول گړندۍ ده. په دغه حال کې نن وي يا سبا د پښتنو ژوند طرز او ازاد ژوند تر سوال لاندې راتللى شي.

پښتانه په روښتیا نه غواړي له دغسې حال سره مخامخ شي، ورته حتمي ده چې تر هر بل وخت نه ډېر اوس خپل هویت هم ټینګ وساتي. د پښتنو د هویت عنصرونه پښتو، پښتونولي او نور غوره ارزښتونه دي. په دغو کې پښتو تر ټولو نه مهمه ده او پښتو ته پښتونولي هم ويلى شي، په دغومره توپير چې د پښتونولۍ ارزښتونه تغيير کوي، خو پښتو کە څە هم د ژبې په توگه تغيير کوي، د ونې د ډډ په شان پر ځاى پاتې وي. پښتانه د پښتو له برکته پښتانه دي او که يې پښتو له لاسه ورکړه بيا نو پښتانه نه دي، که څه هم احساس به يې د پښتنو وي. د روهيلکنډ لوديان، سوريان او يوسفزي لکه د هرات اسحق زي، نورزي او اليزايي په همدغې ډلې کې راځي. حتى په کابل کې هم يو شمېر پښتانه له دغې ډلې څخه دي چې محمدزيان يې يوه څرگنده بېلگه ده. پښتو په ختيځو پښتنو کې د اردو او په لويديځو پښتنو کې د فارسي تر فشار لاندې ده. د همدغه فشار له امله ده چې پښتانه په شمېر کې کم شوي او که دغسې نه وي پښتانه د نسب له مخې تر څلوېښت ميليونو نه هم اوړي.

د پښتو ستر اهميت په دې کې دى چې پښتانه په پښتو سره يو بل پېژني او سره يو کوي يې. په پښتو کې د پښتنو کلتوري ارزښتونه، د دوى تاريخ، د دوى افسانې، د دوى روايتونه او په بله ژبه د دوى معنوي او روحي شتمني او ټول هغه څه پراته دي چې دوى پښتانه کوي. د پښتو بل اهميت په دې کې دى چې پښتانه په پښتو کې په پوهې، پوهنې، هنر، فلسفې او ساينس او ټکنالوجۍ باندې په دغسې اسانۍ سره پوهېدلى شي چې په نورو ژبو کې په هغې اسانۍ سره پرې پوهېدلى نه شي. هغومره چې پښتانه او پښتنې په تیره د دوى ځوانان او ځوانانې په پښتو سره خپلو استعدادونو ته وده ورکولى شي، د نورو ژبو له لارې ورته وده ور کولى نه شي. پښتو د نړۍ له لويو ژبو څخه يوه ژبه ده. د انکشاف ظرفيت يې هم ډېر دى او څلوېښت صوتونه لري، په داسې حال کې چې فارسي دوه دېرش او انگرېزي شپږ ويشت صوتونه لري. پښتو چې بېرته پاتې ده او علمي شوې نه ده د ژبې د څنگه والي له امله نه ده؛ بېرته پاتې توب يې د پښتنو له لاسه دى. د دوى بېرته پاتې توب د پښتو بېرته پاتې توب شوى دى. په دوى کې اوس هم دغه فکر شته چې که يو پښتون په بلې ژبې وغږېد هغه گواکې عصري دى. د همدغه ذهنيت له امله ده چې په پښتو کې اردو او فارسي د پښتو په تاوان ننوتلې او د ډېرو پښتني کورنيو ژبه اردو يا فارسي شوې ده. دا په پښتنو کې د يوه ذهني بحران تمثيل کوي. له دې امله اوس تر هر وخت نه ډېر د دې وخت دى چې پښتو پالان د خپلې پښتو په هکله هم د خپلو پښتنو شعور ويښ کړي او پخپلو اثارو او ترجملو سره يې شمتنه کړي او د انکشاف لپاره يې غونډې او بحثونه وکړي او د علمي کولو لارې چارې ورته وسنجوي، هيله ده چې دغه غونډه په دې لار کې يوه الهام بښونکې پيلامه وگرځي.

د امیر عبدالرحمن خان په واکمنۍ کې لر او بر پښتانه

    دغه لیکنه په یو څه بدلون سره له خپل نوي خپاره شوي کتاب نه را اخلم چې نوم یې دی «د افغانستان سیاسي او ډیپلوماتیکي تاریخ ۱۸۶۳-۱۹۰۱» د مأخذونو له ښودلو نه ډډه کوم.

    امير عبدالرحمن چې په کال ۱۸۸۰ کې واکمن شو، د افغانستان د ځينو اطرافي سيمو خانان د افغان-انگليس د دوهم جنگ په نتیجه کې د پخپل سرۍ په حال کې وو، نو امير په اوله درجه دې ته توجه وکړه چې يو ټينگ مرکزي حکومت په پښو ودروي او په ټول افغانستان باندې نېغ حاکميت خپور کړي. په دغه وخت کې د افغانستان باندنۍ اړيکې په شوې موافقې سره د برتانوي هند د حکومت له لارې اجرا کېدلې او په نورو ټولو چارو کې امير پوره خپلواک و، نو امير د خپلې واکمنۍ له پيله په تېره له افغانستان نه د خپل سيال تربور غازي محمد ايوب خان له اېستلو نه وروسته د منظم پوځ د تنظيمولو، د مالياتو او عايداتو د زياتولو او ټولولو او د یاغي سيمو د ايل کولو په مقصد پروگرامونه ايستل او په ټول قوت يې عملي کول.

    يو مهم پروگرام دا و چې افغان واکمنلي ان تر پېښوره پورې يقيني کړي، که څه هم ده تر اباسين پورې پښتانه د دين او قومولۍ پر بنسټ خپل گڼل، د دغه مقصد لپاره يې په کال (۱۸۸۶) کې سپاه سالار غلام حېدر څرخي (يوسفزي) په مشرقي کې په ملکي او پوځي ساحو کې په لوړ اختيار سره د خپل واي سراى په توگه وگوماره. سپاه سالار د شپږو کلونو په مودې کې په شينوارو، خوگياڼيو، مومندو او کونړيانو باندې د حکومت واکمني يقيني کړه او په کال (۱۸۹۲) کې يې خپل لوى پوځ په اسمار کې دېره کړ. په دې مقصد چې باجوړ، دير او سوات هم د حکومت تر نيغې ادارې لاندې راولي. تر دغه وخته پورې حکومت په کرمې، اپريديو او وزيرستان کې هم ښه پرمختگ کړى و او په واڼه کې يې يوه نظامي پوسته هم ځاى پرځاى کړې وه.

    د برتانوي هند حکومت د باندنيو چارو وزير سرمارتمر ډيورنډ د دغه پرمختگ له امله اندېښنه ښکاره کړه او ويې ويل چې “موږ له تور غره نه تر وزيرستان پورې د دغه اوږده سرحد په اوږدو کې بد خبرونه ترلاسه کوو، کرمه د امير تر گواښ لاندې ده، اپريديان په لړزنده حال کې دي او د امير ماموران ورته وسلې ورکوي.” بيا نو د (۱۸۹۲) کال په جولاى کې د برتانوي هند حکومت وايسراى لارډلينز ډاون په دغو عبارتونو سره امير ته خبردارى ورکړ “د برتانيې حکومت به ستاسې د افسرانو نور وړاندې تگونه ونه زغمي او نه به تاسې والا حضرت پرېږدي چې نوې پوستې جوړې کړئ يا هغه پوسته پياوړې کړئ چې تاسې يې اوس په وزيرستان کې يا د دغه ملک د سهيل په لور لرئ.” دا هغه وخت و چې د برتانوي هند حکومت د افغانستان له لارې په هند باندې د روسيې د احتمالي يرغل د دفاع لپاره د “علمي سرحد” په نامه يوه طرحه ايستلې وه چې د هغې له مخې د روسيې د يرغل په وخت کې به د افغانستان د هندوکش خوا ته ټول ښارونه په چټکۍ سره نيسي او هغو ته د چټک رسېدلو لپاره بايد د سرحدي سيمو ستراتيجيک ځايونه د دوى په لاس کې وي. دغه ټوله موضوع د ليکوال په کتاب کې په اوږد ډول بيان شوې ده.

    په ختيځو يا لرو پښتنو باندې ستر احمد شاه د بر درانيو نوم اېښى و. د سپاه سالار په سروالۍ د افغان پوځ وړاندې تگ د هغو اړيکو په رڼا کې پېژندل کېدلى شي چې بر درانيو له افغانستان سره لرل، لکه چې دمخه وويل شول. امير عبدالرحمن دننه په وطن کې په تېره د ختيځو پښتنو په سيمو کې د نېغ حاکميت خپرولو او پياوړي کولو ته ځير شو. که څه هم دا کار گران و، خو امير ورته منابع، وسيلې او ټينگه اراده لرله. دى پخپله د هغو له سيمو او خلکو سره بلد او اشنا و، له ځينو سره يې لا د کورنۍ او شخصي اړيکې هم لرل. دا چې ده دغه سيمې د حکومت تر نېغې ادارې لاندې راوستلې شوې، په دې کې شک نه شته خو دا کار بې ستونزو هم نه و. د امير شېرعلي خان په واکمنۍ کې او له هغه نه وروسته د روسيې او انگليس امپراتورۍ گانې د افغانستان په لور دمخه راتللې او پوځي افسرانو يې له دېنه ډډه نه کوله چې د افغان افسرانو د وړاندې تگ مخه ونيسي. په دغه حال کې اميرعبدالرحمن دوهم احمد شاه کېدلى نه شو، که څه هم په نظامي مهارت او د تنظيمولو په فن کې له هغه نه کم نه و.

    له ټولو اطرافي سيمو نه هغه سيمې چې د افغانستان په ختيځ او سهيل کې پرتې وې، د افغانستان لپاره په خاص ډول مهمې وې. افغانستان د يوه هېواد په توگه له دغې سيمې نه هسک شوى و. له لرغونې دورې نه راوروسته دلته هغه خلک اوسېدل چې نږدې ټول يې پښتانه وو او هغو له ستر احمدشاه سره د افغانستان په جوړولو کې برخه اخيستې وه او ځانونه يې افغانان او د افغانستان تابع گڼل. د همدغه ډول اړيکو له لامله وه چې پښتنو د دغې پراخې سيمې دننه کې مهاجرتونه کړي دي. د بېلګې په ډول له مغولو نه وروسته ديارلسمې پېړۍ کې ځينې قومونه د ابداليانو په گډون له دغې سيمې نه تر کندهار او هرات پورې کوچېدلي دي. په مخامخ لوري کې “د ديارلسمې او شپاړسمې پېړيو ترمېنځ ډېر شمېر پښتني قومونه له افغانستان نه په هغې سيمې کې خپاره شوي او لاندې کړي يې دي چې له اوس مهالي صوبه سرحد ولايت سره سمون کوي”.

    په دواړو خواوو د پښتني قومونو ليږد رواج درلود. هر وخت چې پښتانه به د باندنيو تر فشار لاندې راتلل يا به خپله د نويو ملکونو او ورشوگانو په لټه کېدل، په دواړو خواوو به کوچېدل. دوى په اصل کې د “پخواني پاراپاميزاد”، غور، اوکسې يا د سليمان د غرو درو د ځايي او سېدونکيو په توگه له ويدي دورې نه راوروسته دغسې مهاجرتونه کړي دي، خو دغه ختيځ سهيل سيمه يواځې د دوى هستوگنځي نه وو، له دوى سره نور خلک هم اوسېدل. په مېنځنيو پېړيو کې دوى د افغانستان په حدود کې دننه همدغسې کړي دي. افغانستان په دغه وخت کې له اباسين نه تر هلمند پورې غځېدلى هېواد و چې زياتره اوسېدونکي يې پښتانه وو چې په ويداگانو کې په پکتلو (Paktues)یا پکهتاس (Pakthas) او وروسته د (هیرودوت) له خوا د پکتیک (Pactyic) په نامه یاد شوي دي.

    د افغانستان نوم په لومړي سرکې د هغه هېواد لپاره په کارېده چې له اباسين نه تر غزني پورې غځېدلى و او مستونگ يې لوى ښار و او پښتانه پکې اوسېدل. په غالب احتمال دغه هېواد و چې هيرودوت د “پکتيک هېواد” په نامه ياد کړى. هغه دغه هېواد “پاتې هند” شمال ته ښودلى او خلک يې “په هنديانو کې تر ټولو زړور” معرفي کړي چې “د باختريانو په شان” يې ژوند کاوه. همدغه سيمه وروسته د گندهارا برخه وه. د يونان پخوانيو تاريخ پوهانو دغه خلک د (اسواکا) او (اسپه سيو) په نومونو ياد کړي دي.

    لکه چې دمخه وويل شول، د خپل وخت افغانستان په زياته اندازه پښتنو په تېره د ختيځو پښتنو په ملگرتوب جوړ کړى دى. وروستيو له ستر احمدشاه سره تر اباسين پورې د افغانستان په جوړولو او د دراني امپراتورۍ په تاسيسولو کې غټه برخه اخيستې وه. له احمدشاه نه وروسته ټولو افغان واکمنو دوى خپل رعيت گنل، نه يواځې له دې امله چې دوى پښلتانه وو، يانې په پښتو، قومولۍ، دين، تاريخ او کلتور کې سره يو وو، له هغو سره يې د هندوستان په لاندې کولو کې ان تر ډهلي پورې ملگرتوب کړى و. سدوزي واکمنو پېښور لا د خپل ژمي پاىتخت گرځولى و.

    د اميرعبدالرحمن په نظر اباسين د افغانستان ختيځه پوله وه چې اوسېدونکي يې “د خپل قوم او مذهب خلک گڼل. د دغو اړيکو بهرنۍ نښه دا وه چې د سدوزيو په واکمنۍ کې او تر هغه وروسته افغان واکمنو او داسې هم د هغو د کورنيو نورو غړيو له دغو پښتنو سره خېښي او خپلوي درلوده. د امير عبدالرحمن مور، نيا، دوه ماينې او د ځينو زامنو ښځې يې هم د همدغو پښتنو نه وې. د امير شېرعلي يوه ښځه د قمرجان په نامه د سعادت خان مومند لور وه. سعادت خان د مومندو يو نوميالى خان تېر شوى دى او امير محمد يعقوب او غازي محمد ايوب د هغه ددغې لور زامن او د ده لمسيان وو، خو د افغان واکمنو د ضعف ټکى دا و چې دوى په ختيځو پښتنو باندې په نېغ ډول حکومت نه شو کولى. د امير عبدالرحمن تر وخت پورې حکومتي طرز داسې و چې اطرافي سيمو ته يې داخلي ازادي منلې وه، يا مجبور وو ورته دغسې ازادي ومني. په تېره د ختيځو پښتنو سيمو ته چې خلکو يې پخپلو چارو کې د حکومت نېغ حاکميت ته غاړه نه اېښوده.

    په هغه سربېره امير عبدالرحمن د ختيځو پښتنو په اړه تر خپلو پخوانيو (اسلافو) نه په بد حال کې و. د واکمنۍ په سر د خبرو په وخت کې د انگليس سياسي استازي “ليپل گريفن” ورته وويل چې هغه سيمې چې د گندمک د تړون له مخې له افغانستان نه بېلې شوې دي، افغانستان ته به بېرته پرې نه ښوولې شي. امير عبدالرحمن په هغه وخت کې څه ونه ويل، ممکن د دې لپاره چې څه وخت يې خپل حکومت ټينگ کړى وي د سياسي مانورۍ لپاره لار خلاصه وي، لکه چې د مخه وليدل شول د غازي محمد ايوب له شړلو نه وروسته د هېواد په ختيځه برخه کې يې خپل پياوړى او نامتو جنرال غلام حېدر خان څرخي مامور کړ، خو شينوارو ان تر کال (۱۸۹۲) پورې ټينگ مقاومت وکړ او له لسو کالو ډغرو وهلو نه وروسته حکومت ته تسليم شول. تر همدغه مهاله پورې نور مهم بغاوتونه په وطن کې هم خپل شوي وو. سپاه سالار چې خپل پوځ اسمار ته ورساوه، په دې هيله و چې باجوړ او نورې سيمې به هم لاندې کړي، خو په دغه وخت کې چې د هند برتانوي حکومت په اصطلاح د “علمي سرحد” طرحه تکميله کړې وه. د سپه سالار وړاندې تگ ته خنډ شو او بيا يې د ډيورنډ توافق ليک په امير باندې تحميل کړ. که د هند حکومت د افغانستان د پرمختگ په مخ کې خنډ شوى نه واى، امير عبدالرحمان د سپاه سالار په همت او تدبير سره آن تر پېښور پورې د بر درانيو په سيمو باندې د افغانستان حاکميت خپراوه چې د امير دوست محمد په وخت کې د کابل تر ادارې لاندې وې. د ډيورنډ توافق ليک سره سره امير له نظامي اړخ نه پرته په نورو ساحو کې په بر درانيو کې د پخوا په شان د خپل نفوذ خپرولو ته دوام ور کړ. ډېر هياتونه، وسلې او پیسې يې ور استولې او د جهاد روحيه يې پکې پياوړې کړه وه. له بلې خوا د دغو ټولو قومونو جرگې به په پرله پسې ډول کابل ته تللې او هلته به يې هغه ته د خپل امير په صفت د اطاعت وعدې ور کولې. امير به له دوى سره په نگه پښتو کې غورې کولې، خوږې ترخې به يې ورته ويلې او په دې ډول يې تر مرگه پورې له هغو سره د افغانستان اړيکې ټينگې ساتلې وې.

    د ډیورنډ توافق لیک یا د ۱۸۹۳ کال د کابل کانونش

    د ډیورنډ توافق لیک (Agreement) د هند برتانوي حکومت د (۱۸۹۰) لسیزې د وړاندې تګ سیاست زېږنده دی. د دغه سیاست مهم ټکي تش په نامه «علمي سرحد» و چې د هغه له مخې په هغه حال کې چې روسیه د هند په لور را د مخه کېږي یا د امیر عبدالرحمن په میړانې سره دننه په افغانستان کې وضع ګډه وډه کېږي؛ د کابل، غزني، کندهار لیکه به په چټکۍ سره په نظامي پوځ سره ونیول شي. د دغه وړاندې تللو سیاست عملي کول حتمي کوله چې هغه کوتلونه او لارې تر کنټرول لاندې ونیول شي چې «علمي سرحد» ته رسېږي. دغه سیاست دا هم لازمه کوله چې پر هغو قومونو باندې کنټرول وي چې د هغو په سیمو کې دغه کوتلونه واقع دي او د هغو په اړه د سیاسي کنټرول تجویزونه وشي. دغو ټولو لازمه کوله چې له افغانستان سره د هندوستان سرحد وټاکل شي. د دغه مقصد لپاره د برتانوي هند حکومت له امیر عبدالرحمن سره ډېر لیکونه مبادله کړل. په عین حال کې چې هغه یې په ډېرو نورو وسیلو سره تر دروند فشارونو لاندې ونیوه.

    د فشارونو له ډلې نه یو د اوسپنې په واردولو باندې بندیز و چې افغانستان د هزاره جات په جنګ کې د توپونو جوړولو لپاره ورته سخته اړتیا لرله. داسې هم د هند برتانوي حکومت په هندوستان کې نور جنګي لوازم او مهمات قید کړل چې امیر له اروپایي هېوادونو څخه په بیه اخیستي وو. د هند وایسرای لینز ډون لا حتی امیر ته وړاندیز وکړ چې په کابل کې د جنرال فریدریک رابرټس په سروالۍ د یوه لوی نظامي هیات هرکلی وکړي. را برټس د افغان، انګلیس په دوییم جنګ په کابل کې د انګلیسي قوتونو سر قوماندان او په دغه وخت کې د هندوستان لوی درستیز و. امیر د دغه وړاندیز په اړه څرګنده کړه چې «ما دغه وضع بحراني ولیدله چې په کابل کې لس زره عسکرو ته د مېلمنو په شان هرکلی وکړم او د هغو د هرکلي لپاره یو لک عسکر تیار کړم».

    په پای کې وایسرای لینز ډون امیر ته اخطار ورکړ چې «دا به لازمه وي چې فیصله وشي چې کومې سیمې د افغانستان د سلطنت پر خط دي او کومې نه دي». د برتانوي هند حکومت دمخه وړاندیز کړی و چې «یوه لیکه به وټاکل شي او اعلام به شي چې له هغې نه اخوا به د امیر صلاحیت نه چلیږي او که د افغان پوځ له هغې نه اخوا واوړي، به زوره به بیرته په شا کړل شي. دغه لیکه به په دغه ډول په نښه شي چې اسمار، چاغه او واڼه به ترېنه بیلوي». دا هغه وخت و چې د سپاه سالار غلام حیدر په مشرۍ افغان پوځ په اسمار کې دېره شوی و او پروګرام یې دا و چې اول به باجوړ او وروسته نورې سیمې د افغانستان تر نېغې ادارې لاندې راولي؛ لکه هسې چې شینوارو، مومند او کونړ یې د حکومت تر نېغې ادارې لاندې راوستې وې.

    امیر عبدالرحمن د وایسرای له اخطار سره سره له ځایه نه ښورېده او په ډېر مهارت سره یې موضوع ځنډوله. د هند کومت په (۱۸۱۸) کې له امیر نه د لومړي ځل لپاره غوښتي وو چې په کابل کې یو برتانوي هیات د همدغې موضوع لپاره ومني. امیر د انګلیس هیات منلو ته هغه وخت غاړه کېښوده چې د روسیې پوځ د افغانستان په ختیځ شمال کې د پامیر په برخه کې (۱۸۹۰) په لسیزه کې پخپل پرمختګ پیل کړی و او روسیې له برتانیې نه وغوښتل چې امیر دې تش په نامه (۱۸۷۳) کال توافق لیک له مخې هغه سیمې پرېږي چې د امو ښي خواته په شمال کې پرتې دي.

    واقعیت دا و چې په دغه کال کې د روسیې او برتانیې ترمینځ د افغانستان د شمالي پولې په اړه یو پوهاوی شوی و، نه دا ې توافق لیک لاسلیک شوی و او د هغه له مخې ورسیې منلې وه چې د بدخشان ولایت د افغانستان برخه ده. بدخشان له جنوب نه تر شمال پورې هغه علاقې وې چې د پنجه له رود نه شمال خوا ته آن د مرغاب یا اقسو تر سیند پورې غځېدلې وې او افغانستان لس کاله دمخه تر هغه یانې په کال (۱۸۸۲) کې هغه تر خپل کنټرول لاندې راوستې او یوه نظامي پوسته یې په لوی پامیر کې آن په سرمه تاش یا سومه تاش نومي ځای کې ځای پر ځای کړې وه. امیر چې په دې ډول د روسیې تر فشار لاندې هم راغی؛ د وایسرای د غوښتنې له مخې یې په کابل کې د سرماتمر هنري ډیورنډ په مشرۍ یو ووړ ملکي هیات ومانه او د (۱۸۹۳) کال د نومبر په دولسمه یې اول د افغانستان د ختیځ شمال په اړه یو توافق لیک لاسلیک کړ او بیا یې د افغانستان د ختیځ جنوب په اړه په اوو مادو کې د ډیورنډ د توافق لیک په اړه ورسره روغه جوړه وکړه. دغه توافق لیک د (۱۸۹۳) کال د کابل کانونشن (Convention) هم نومول شوی دی.

    د برتانوي هند حکومت د وړاندې تګ سیاست په اصل کې «علمي» نه، بلکې «پرمختیایي» و چې ماهیت یې پراختیایي او د تسلط خپرول وو. په واقع کې دغه نوی «علمي سرحد» سیاست د برتانویانو د هغه سیاست اړول شوی شکل و چې له امیر شیرعلي خان سره په جنګ واوښت چې ویلیم تروس ډېل د هغه په اړه لیکلي چې «علمي سرحد د زیاترو وړاندې تګ سیاست پلویانو ته د هغوی د اصلي موخې لپاره یوه موقتي پرده وه، که حکومت د افغانستان د نیمایي جنوبي برخې نیول ومني بیا به یو وخت د ټو (ملک) ضمیمه کول تحمل کړي». له همدې امله و چې هغه دلیلونه چې د هغو له مخې د وړاندې تګ د سیاست تجویز ونیول و، قانع کوونکی نه و چې هغه د جنوب په لور د روسیې پرمختګ یا د امیر مړینه وه. روسیې په (۱۸۷۳) کې افغانستان تر خپل نفوذ نه د باندې ساحه اعلام کړې و، وروسته له هغه چې روسیې په کال (۱۸۸۵) کې پنجده له افغانستان نه ونیوله، په تیره وروسته له هغه چې د افغانستان پولې د هغې له مستعمرو سره سرحد بندې شوې او په (۱۸۹۲) کې د افغانستان ټوله پوله د هغې له تابع هېواد، بخارا سره سمه شوه، د «سترې لوبې» مسئلې د روسيې او برتانیې ترمینځ سره فیصله شوې چې هغه د دوی ترمنیځ د مینځنۍ اسیا د لاندې کولو سابقه وه. د دغې لوبې په پای ته رسېدلو سره د نړۍ په دغې پراخې سیمې کې د یو ډول دوستۍ فضا جوړه شوه. په داسې حال کې چې دا سمه ده چې د دغې فضا له تولید سره سره د دوی ترمېنځ بې اعتمادي موجوده وه، په واقع کې د روسیې له خوا د افغانستان له لارې په هند باندې یرغل کول که ناممکن نه و، بیخې سخت و، ځکه چې افغانستان د یوه پیاوړي دولت او لوی منظم پوځ خاوند و او شاته یې د یرغلګرو پر ضد یو قوي ملت ولاړ و.

    د ډیورنډ د توافق لیک متن ښیي چې د هغه مقصد «… د دوی (د افغانستان او برتانوي هند حکومت) د نفوذ د ساحو ټاکل دي» چې هغه به په بدخشان کې د بروغیل له کوتل نه د پارس تر کوه ملک سیاه پورې د یوه نیم زر میلو په اوږدو کې د هغې نقشې له مخې د لیکې کښل وي چې برتانویانو جوړه کړې وه، لکه چې زلمي ګلزار وایي: «د ډیورنډ په توافق لیک کې د پولې دغسې کلمه نشته چې د ډیورنډ کرښه تعریف کړي، د هغه پر ځای دا یوه دغسې کرښه ده چې وښیي چېرته د امیر نفوذ ختم کېږي او برتانوي نفوذ محدویت پیدا کوي».

    مولف سراولاف کهرو لا تر هغه هم مشخص ګړېدلی دی. دی لیکي چې «… دغه توافق لیک دغه کرښه د هندوستان د پولې به شان نه ده بیان کړې، بلکې هغه یې د امیر د سلطنت د سرحد په شان ښودلې او هغه کړښه یې ښوولې چې هیڅ خوا به له هغې نه په اغاړه کې مداخله نه کوي».

    دغه مفهوم د توافق لیک په متن کې لا ښه څرګند دی چې وایي: «د هند حکومت په هیڅ وخت په هغو سیمو کې مداخله نه کوي چې له دغې کرښې نه اغاړه په افغانستان کې برتې دي». داسې هم امیر موافقه کوي چې «… هغه به هیڅ وخت په سوات، باجوړ یا چتران کې د ارنوایي یا باشکل درې په ګډون مداخله ونه کړي». خو امیر د وزیرو د ملک له ډېرو برخو او د داور او چاغې له وړو علاقو نه تیر شو، په داسې حال کې چې د هند حکومت موافقه وکړه چې د وزیر د ملک د برمل علاقه به افغانستان ته پرېږدي. پر دغو سربېره دواړو خواوو په یو څو وړو ټکو سره جوړه وکړه او د هند حکومت ومنله چې افغانستان ته به هر کال شپږ لکه روپۍ نوره مرسته هم ورکوي. د هند حکومت په کال (۱۸۸۳) کې منلې وه چې څنګه چې د جنګ په نتیجه کې افغانستان وران شوی او حکومت او پوځ یې له مېنځه تللی، د حکومت او د پوځ د پیاوړتیا لپاره یې افغانستان ته د کال دولس لکه روپۍ مرستې ورکولو موافقه کړې وه.

    د ډیورنډ د توافق لیک له اهمیت سره سره، د دغسې موضوع په اړه افغان سندونه له مینځه تللي دي. یا له مېنځه وړل شوي دي، که څه هم د خبرو په بهیر کې یو منشي د پردې شاته د مذاکرو ثبتولو لپاره کښېنول شوی و، حتی هغه رساله چې هغه وخت د امیر او ډیورنډ د خبرو په هکله خپره شوې وه، هم لا درکه ده. سراج التواریخ چې رسمي تاریخ دی، یوازې د ځینو هغو مشرانو او دربارایانو د غونډې جریان لیکلی چې په کابل کې وو او د توافق لیک له کېدلو نه وروسته سره غونډ شوي وو.

    امير عبدالرحمن دغې غوڼدې ته په خطاب کې وويل چې په دغه وخت کې هر ملت د دوستانو او اتحاديو په لټه کې دى، د دښمنانو په مقابل کې او افغانان د ده تر مشرۍ لاندې نېکمرغه دي چې يو ښه دوست يې پېدا کړى دى. ده دا هم وويل چې بله چاره نه وه، مگر دا چې د برتانيې پر حکومت اعتماد وشي چې غواړي افغانستان په وسلو او پېسو سره پياوړى کړي. امير د توافق ليک په اړه ډېر کم وغږېد او هغه هم په ناڅرگند ډول. يواځې د وزيرو په اړه (په واقع کې د وزيرو د غټې برخې په اړه) يو څه په مشخص ډول وگړېد او ويې ويل چې دى ځکه ترې نه تېر شو چې دده خبرو ته يې غوږ نه نيوه. مشرانو او درباريانو د اعتراض اواز جگ نه کړ، يواځې دومره يې وويلو چې دوى به هره هغه موافقه ومني چې د دوى برحق پاچا يې له باندينو قدرتونو سره کوي. داسې هم دوى امير ته ډاډ ورکړ چې څنگه چې دوى د محمدزيانو د واکمنۍ په تېرو اتيا کلونو کې خدمت کول په ميراث وړي، دوى حاضر دي چې خپل ځانونه د هغه لپاره قربان کړي.

    د ډيورنډ توافق ليک يواځې او يواځې د امير کار و. په کولو کې يې هغه له مشرانو يا حتى له درباريانو يا مشاورانو سره هم سلا مشوره ونه کړه. ډيورنډ په دې اړه په مشخص ډول گړېدلى. په لندن کې يې په اسيايي ټولنه کې (۱۹۰۸ کال د نومبر په ۶مه) په یوې وینا کې ښکاره کړه چې «هغه (امیر) خبرې یوازې پخپله وکړې، وزیران یې محض صفر وو، بې له دې چې ډېر ووړ صلاحیت یا مسوولیت ولري، هغه ته خپل فکر معلوم و او له هیچا نه یې مرسته ونه غوښتله». تعجب په دې کې دى چې دا هغه وخت و چې امير د نقرس له امله په تکليف و، لکه چې ډيورنډ وايي «…هغه په سختۍ سره تگ کولى شو او په امسا به يې ډډه کوله.» لکه چې پورتنۍ ويناوې ښېي امير خپلو درباريانو ته د هغو شرايطو او باندني فشار په اړه وغږېد چې نتيجه يې دغه توافق ليک شو.

    دا مهمه ده چې په پام کې ونیول شي چې دغه توافق لیک د یوه حکمران او د باندني قوت د یوه مامور ترمینځ وشو او هغه تړون نه و. که هغه تړون وای، د ولسونو په استازیتوب سره به د دواړو خواوو د ولسي لوړو ارګانونو د هغه تایید کړی وای. په دغسې سترې موضوع کې لږ تر لږه د افغانستان د مشرانو رضایت ته اړینه وه. دا سمه ده چې امیر افغان مشران او درباریان راوغوښتل، خو هغوی پخپله د هغه انتخاب او په شمېر کې لږ وو او په کابل کې اوسېدل. هغو ته یې له هغه څه نه چې پېښ شوي وو، یو څه وویل خو د هغو نظر یې د موضوع په اړه هیڅ ونه غوښته، نو ځکه هغه څه چې هغوی په دغې موقع کې وویل په موضوع پورې یې اړه نه درلوده او هغه هم غیر واقعي وو. د امیر له ویرې چې په «وسپنیز امیر» یادېده، هغو نه شو کولی د توافق لیک مخالفت وکړي؛ خو دا چې خپل ژوند په خطر کې واچوي. لا مهمه دا ده چې افغان مشرانو او درباریانو د دغسې کسانو به شان سلوک وکړ چې «محمدزیانو د واکمنۍ به وخت کې یې خدمت او اطاعت په میراث وړی وي» نه د خلکو د استازو په شان. په نتیجه کې هغوی د دې پر ځای چې د هېواد او ولس په ارتباط له توافق لیک نه وغږېږي، د دې لپاره تیاری وښود چې حاضر دي ځانونه د هغه د خدمت په لار کې قربان کړي.

    حقیقت دا دی چې نه یوازې دغه مشران او درباریان وېرېدل، «وسپنیز امیر» هم وېرېده، هغه له روسانو څخه نه وېرېده، له برتانویانو نه وېرېده او تر څه حده له خپلو خلکو نه هم وېرېده. روسیې او د برتانوي هند حکومت دواړو هغه تر فشار لاندې نیولی و، لکه هسې چې د مخه ویل شوي، د توافق لیک د کولو لپاره د هندوستان وایسرای له (۱۸۸۸) نه تر هغه وخته پورې امیر تر فشار لاندې نیولی و، په داسې حال کې چې روسیې د (۱۹۹۰) په لسیزې کې په لوی پامیر کې په پخپل وړاندې تګ سره په سرمه تاش کې د افغان نظامي پوسته له مېنځه وړې وه او پخپله افغانستان ته یې هم خطر پېښ کړی و، حتی هغه وخت چې ډیورنډ په کابل کې و، «د روسیې د جنګ وزیر زوی واناوسکي په قوماندانۍ یوه وړه قوه شغنان ته ننوتله او د پرمختګ اجازه ورته ورنه کړل شوه. فیرونه سره مبادله شول».

    د همدغه خطر له امله و چې امیر د برتانیې فشار ته تسلیم شو او د ډیورنډ توافق لیک یې ومانه. په دې ډول هغه شرایط چې په هغو سره د ډیورنډ توافق لیک ممکن شو، تر هغو نه ډېر ویروونکی و چې په نولسمې پېړۍ کې د قوي اروپایي او ناتوانو اسیاسي هېوادونو ترمنیځ د تسلیمي تړونونو په نامه کېدل. پر هغه سربېره که څه هم امیر عبدالرحمن د «اسوپنیز امیر» په نامه یادېده، هغه له خپلو خلکو نه هم ویرېده، ځکه چې هغه د وطن په یوې پراخې سیمې باندې له خپلې واکمنۍ نه تېر شوی و، هغه د دې حق نه درلود چې دغسې وکړي، که څه هم هغه د هغو واکمن و. د همدغې ویرې له امله و چې امیر عبدالرحمن هغوی د ډیورنډ د هیات له مقصد نه بې خبره ساتلی وو لکه چې ډیورنډ وایي: «… د هیات رښتیاني هدفونه چې تر هغو پورې (د توافق لیک تر کولو پورې) پټ ساتل شوي وو»، د امیر له خوا څرګند شول. په دې ډول د امیر وېره واقعي عامل و چې دغه توافق لیک یې په پای کې ممکن کړ.

    افغان تاریخپوه میر غلام محمد غبار په حقه وایي چې «امیر عبدالرحمن فقط در سایه تهدید و تلبیس انگلیس (موافت نامه دیورند را) چشم پت امضا نمود و مسوولیت عظیم تاریخ را برای همیشه در گردن خود گرفت». دغه (لوی تاریخ مسوولیت) کله چې دا په نظر کې ونیول شي چې هغه کوښښ ونه کړ د توافق لیک د اعتبار موده وټاکي، لا ډرېږي. په هغه سربېره ډیورنډ امیر وغولاوه. د هغه له خوا په متن کې د «نه مداخلې» د کلمې نیول د تش په نامه علمي سرحد د ماهیت په مخالفت و. تر هغه لا جدي خبره دا ده چې ډیورنډ امیر ته یا غلطه نقشه وړاندې کړې وه یا امیر په هغې نه پوهېده، ځکه چې هغه «… د هغې لیکې په ټولو نتیجو چې په نقشه کې کښله شوې وه، نه پوهېده» او «د هغو جزیاتو له منلو نه یې ډډه وکړه چې په نقشه کې ښوول شوي وو».

    تر دغو ټولو مهمه دا ده چې امیر د توافق لیک فارسي متن لاسلیک نه کړ، که څه هم ډیورند لاسلیک کړی و. د امیر په دغه انکار سره د توافق لیک په اړه اساسي ټکي را دمخه کېږي. امیر چې د توافق لیک فارسي متن لاسلیک نه کړ، په یقین سره ویل کېدلی شي چې هغه به د هغه انګرېزي متن نه وي لاسلیک کړی؛ ځکه چې هغه په انګرېزي نه پوهېده، په دغه حال کې ویل کېدلی شي چې ډیورنډ به امیر ته انګرېزي متن په فارسي کې روان ګړېدلی شو، نو که امیر د توافق لیک دواړه متنونه په انګریزي او فارسي کې لاسلیک کړي نه وی، په دغه حال کې د موجود توافق لیک اعتبار تر پوښتنې لاندې راځي.

    د ډیورنډ د توافق لیک بې اعتبارتوب په لاندې واقیعتونو سره نور هم پیاوړی کېږي. دغه واقعیتونه د نقشې له مخې په ساحه کې د لیکې د په نښه کولو په وخت کې په ډاګه شول چې د ډیورنډ کرښې په نامه یاده شوه. د باشګل یا بازګل درې مثال یې یو دی. دغه دره له اسمار نه تر بدخشان پورې اوږده پرته ده. امیر د نقشې د پاسه لیکلي وو، بې له دې چې لاسلیک کړی یې وي چې د باشګل دره د افغانستان برخه ده، په داسې حال کې چې هغه د توافق لیک په انګریزي متن کې د برتانوي هند په نفوذي ساحې کې ښوولې شوې ده. کله چې دغه کرښه په کال (۱۸۹۶) کې په نښه کېدله، امیر پخپلې ادعا ټینګ ودرېد او د هندوستان وایسرای لارډ ایلګین د هغه ادعا ومنله او وې ویل چې: «دا له بده مرغه یوه تېروتنه وه». بله موضوع د مومندو وه چې امیر د هند برتانوي حکومت ته ښکاره کړه چې ټول مومند په افغانستان پورې اړه لري، دغه موضوع به زر بیان شي.

    اوس نو پوره پر ځای پوښتنه دا ده چې هغه متن چېرته دی چې امیر به لاسلیک کړی وي او د هغه عادت و چې هر هغه څه چې به یې منظورول په هغه به یې لاسلیک کاوه؟ ما چې د لندن، نوي ډهلي او کابل په ارشیفي مرکزونو کې څېړنې کړي، د امیر په لاسلیک مې د توافق کوم متن لیدلی نه دی. په غالب احتمال چې د توافق لیک دغسې متن نه شته چې امیر او ډیورنډ به لاسلیک کړی وي. په ډیورنډ لاین نومي اثر کې د عظمت خیات خان دغه وینا چې وایي: «امیر دغه تړون امضاء کړی» حقیقت نه لري. پر دې سربېره لکه چې دمخه ورته اشاره وشوه، دا توافق لیک (Agreement) دی نه تړون (Treaty). د همدغو ټولو موضوع ګانو له امله و چې د ګډو افغان ـ انګلیس کمېسیونونو له خوا د ډیورنډ کرښې د په نښه کولو کار درې کاله اوږد شو او د مومندو او خېبر په ساحو کې هیڅ په نښه نه شو.

    لکه څنګه چې دمخه وویل شول، امیر ټینګار وکړ چې ټول مومند د افغانستان برخه ده، په داسې حال کې چې په نقشه کې دغسې نه و. مومند له کامې نه تر پېښور پورې غځېدلې سیمه ده. مومندان اول د کندهار په ختیځه خوا مرغه کې اوسېدل. له هغه ځای نه غزني ته وکوچېدل او په پنځلمسې يېړۍ کې پخپلې اوسنۍ سیمې کې مېشت شول. دلته د موقعیت په لحاظ یوه برخه یې بر مومند یا د سوُري مومند نومیږي او بله یې کوز مومند یا د پیتاوي مومند په نامه یادېږي. پېښور هم په اصل کې د کوز مومند برخه وه چې خلیل یې تر ټولو مهم اوسېدونکي وو. د مومندو په دواړو برخو کې د دوی عین څانګې اوسېږي؛ خو پېښور په (۱۸۴۹) کې انګرېزانو ته په لاس ورغی چې سکانو په کال (۱۳۸۸) کې له محمدزي واکمنو نه نیولی و، پېښور د سدوزیو د واکمنۍ وخت کې د افغانستان دوییم پایتخت و.

    کوز مومندو لا هم د بر مومندو د لالپورې خان د عنعنې له مخې د خپل خان په توګه پېژنده او له هغه او داسې هم د کابل له حکومت نه یې د مواجب په نامه معاشونه ترلاسه کول.

    له هغه وخت نه وروسته چې انګرېزانو په پېښور قبضه وکړه، مومندانو انګرېزان دومره ډېر له ستونزو سره مخامخ کړل چې شاید بل قوم په هغه اندازه ستونزمن کړي نه وي. د ډیورنډ تواق لیک له کېدلو نه وروسته انګریزانو امیر ته وړاندیز وکړ چې مومند دې ووېشل شي او هغه دې خپله ملېشایي قوه له مټایي نه وباسي؛ خو امیر د مومندو وېش ونه منل او د هغو د فشار له امله یې خپله ملېشا له مټایي نه وایستله؛ بې له دې چې په رسمي ډول یې اعلان کړې وي. د دواړو خواوو ترمېنځ لانجه اوږده شوه، تر څو په پای کې وایسرای چې د خپلې شورا په مخالفت سره هم له دېنه ډډه وکړه چې د کوز او بر مومند ترمنځ پوله دې په یو اړخیز ډول وټاکل شي. په دې ډول لکه چې د انګریزانو نظامي تاریخپوه سرپرسي سایکس وایي: «تر خیبر پورې د مومندو پوله هیڅ په نښه نه شوه او تر نن ورځ پورې (۱۹۲۶) په وړه پیمانه د ستونزو لامل پاتې شوی دی».

    خو د هند برتانوي حکومت په نورو لارو په کوز مومند باندې خپل نفوذ خپور کړ. هغه عنعنوي مواجب یې چې د کابل او د لاپورې د خان له خوا د هغو مشرانو ته ورکول کېدل، د خپلو مامورانو له خوا ور رسول. دوی پخپله هم د هغوی هغو څانګو ته مواجب ومنل چې پخوا نه ورکول کېدل. ټولو دغو څانګو چې وروسته د «اعتمادي څانګو» په نومونو وپېژندل شول او انګرېزانو مواجب ومنل او د هغو په بدل کې یې د هغو «سیاسي کنټرول» ته غاړه کېښوده، خو «سیاسي کنټرول» د اداري کنټرول په مانا نه و. دغه توپیر نه یواځې په مومندو کې څرګند او د تطبیق وړ و، بلکې په ټولې سیمې کې وضع همدغسې وه، لکه چې ډیورنډ «د هند د اداري پولې د وړاندې کولو وړاندیز ونه کړ، بلکې یواځې یې سیاسي کنټرول غوښته» چې د تش په نامه علمي سرحد له غوښتنو سره برابر و.

    په کال (۱۸۹۷) کې نزدې ټولو مومندو چې مواجب ورته ورکول کېدل یا نه ورکول کېدل، د «اعتمادي څانګو» په ګډون خو ترکزي څانګې په استثنی، د پښتنو په لوی پاڅون کې برخه واخیسته چې زر به یې بیان وشي. امیر د دې لپاره چې خپل واک په ټولو مومندو وچلوي، د دوی په ملک کې یې ان تر پېښور پورې د سړک جوړولو امر وکړ. ده شاید غوښتل چې د خیبر په مقابل کې چې د ګندمک په تړون سره د برتانوي هند حکومت ته په لاس ورغلی و، له دغه سړک نه کار واخیستل شي. د هغه په جوړولو باندې په بیړه کار پیل شو، خو په کال (۱۹۰۱) کې د هغه په مړینې سره ترینه لاس واخیستل شو.

    لکه چې دمخه وویل شول، امیر ومنله چې په هغو سیمو کې به لاسوهنه نه کوي چې د برتانوي هند حکومت (د نفوذ په ساحه) ګڼل شوې وي، خو د دې مانا دا نه وه چې هغه به د افغانستان د واکمن په حیث په هغو باندې له خپلې ادعا نه تیر شوی وي، لکه چې ډیورنډ او سلطان محمد ادعا کړې ده. دغه ادعاګانې چې په عمومي ډول د اصلي سرچینو په توګه منل شوې دي، د اعتبار وړ نه دي. د سلطان محمد اثر چې په فارسي کې تاج التواریخ په نامه راوتلی او په یوه وخت کې په بمبیي، لاهور او مشهد کې په ډېر شمیر خپور شوی دی، د باندنیو مسئلو په اړه د اعتبار وړ نه دی. د هند برتانوي حکومت لوی درستیز لارډ کیچنر، وایسرای لارډ کرزن ته په یوې لیکنې کې څرګنده کړې وه چې د هغه ټول دوهم ټوک په لندن کې جوړ شوی دی. «ما د دغه ټوک دغه بې اعتبارتوب په یوه بل اثر کې پوره تثبیت کړی دی چې نوم یې دی د افغانستان حکومت او ټولنه د امیری عبدالرحمن په واکمني کې». عجیبه دا ده چې د تاج التواریخ دغه جعلي برخه د هغه د ثقه لومړي ټوک پرخلاف د امیر عبدالرحمن د رښتینو خبرو په حیث ترینه په پراخه اندازه استفاده شوې ده. د ډیورنډ رسمي ادعا د هغه شخصي لیکونه رودي. دغه لیکونه چې د (۱۹۰۷) په لسیزه کې عام شوي، د هغه تر رسمي لیکونو نه ډېر د اعتبار وړ دي.

    ده پخپلې یوې لیکنې کې د امیر له قول نه ویلی چې که انګریزان اسمار افغانستان ته پرېږدي، په هغه حال کې به دی په چترال او باجوړ کې له مداخلې کولو نه ډډه وکړي. ډیورنډ د هغه قومونو په اړه لا هم په مشخص ډول ګړېدلی چې د برتانوي هند حکومت د نفوذ په ساحه کې ښودل شوی و. دی لیکي چې: «… د هندونستان په خوا قومونه باید دغسې ونه ګڼل شي چې هغوی د برتانیې په علاقه کې دننه دي. دوی یواځې په تخنیکي لحاظ زموږ تر نفوذ لاندې دي، یانې دا چې وویل شي تر هغه ځایه چې په امیر پورې اړه لري او تر هغه ځایه چې دوی زموږ نفوذ مني یا موږ یې پرې باندې منو».

    وایسرای لارډ ایلګن هم ویلي چې د ډیورنډ په توافق لیک سره د موجودې وضعې په اړه د امیر رضایت حاصل شو. د هغه پخپله ژبه «د ډیورنډ توافق لیک دغسې توافق لیک و چې د برتانوي حکومت او د امیر د حکومت د نفوذ ساحې معلومې کړي. له هغه نه مطلب دا و چې د موجودې وضعې (Statuesque) په اړه د امیر رضایت حاصل او وستایل شي».

    مولف (لویي دوپري) د ډیورنډ د توافق لیک مفهوم ښه درک کړی چې ویلي یې دي چې له هغه نه مطلب «… د برتانوي حکومت د صلاحیت توسعه وه، نه د هندوستان د سرحد» پر هغه سربېره دی وایي چې «دغه کرښه د هندوستان د پولې په شان نه وه؛ خو د امیر د توابعو د ختیځ او سهیل سرحد په څېر وه او د دواړو حکومتونو د متقابلو ساحو د حدودو په شان».

    امیر عبدالرحمن او د هغه د ځای ناستو په فکر د (مداخلې) کلمه د نظامي مداخلي په مفهوم وه او دوی داسې نه ګڼله چې په نورو خواوو کې په هغو کې د دوی نفوذ کول د توافق لیک پرخلاف وي، نو دوی ځکه په ټولو غیر نظامي ساحو کې د پخوا په شان په هغو کې د خپل نفوذ خپرولو ته دوام ورکړ. امیر عبدالرحمن د خپلو تیر شویو په شان دغو قومونو ته د افغانستان د خلکو په شان کتل او اباسین یې د خپل هېواد نفوذي او طبیعي پوله ګڼله. د دغسې سیمې زیاتره خلک پښتانه وو او دي او پخپله افغانستان هم په اول کې له همدغې سیمې نه راولاړ شوی دی.

    خو د ډیورنډ په کرښې سره امیر عبدالرحمن د موجودې وضعې منلو ته مجبورول پخپلو خلکو باندې د هغه د کنټرول مخه نیول شوې چې هغه یې «… د باجوړ او سوات پخپلو پښتنو باندې د واکمنۍ په چلولو نه» محروم کړ. دغه کرښه په بیړه په نقشې باندې ښوول شوې وه، بې له دې چې د محل معلوماتو پر بنا وي. دغه کرښه «د هیڅ ډول طبیعي» ټوپوګرافیکي، انتوګرافیکي یا د سیاسي پرنسیپ په حد بندۍ باندې بنا» شوې نه ده. په اصل کې ناشونې وه چې د کرښې په نښه کولو کې د حدبندۍ دغه کتنې په نظر کې ونیول شي، مګر دا چې لوی قومونه او حتی وړې اتنیکي یا عرقي ډلې په کلیو او نورو ځایونو کې چې پخپلو کې یې ټینګ عضوي اړیکې لرلې، سره ووېشي چې په هغو کې لوی قومونه تر کلاني، وزیر (وروسته مومند)، شینواري، نورزي، اڅکزي، بړېڅ، بلوڅان او نور دي. لا غټه خبره دا ده چې د ډیورنډ کرښې د پښتنو د غټې برخې وېش ته ډګر هوار کړ. هغه پښتانه چې افغانستان ته د ملا د تیر په شان وو او له هغه نه یې د باندنیو يرغلګرو په برابر کې په ټینګه دفاع کوله، په دغه وېش او بېلېدو سره افغانستان ناتوان شو او د برتانوي هند حکومت په واقع کې د ډیورنډ په کرښې سره «… افغانستان په وچه چاپېر هېواد کړ او په سیاسي او اقتصادي لحاظ یې په هندوستان باندې تر پخوا ډېر متکي کړ».

    داسې هم د دغو لویو قومونو او اتنیکي ډلو بېلولو، دغسې یوه کړکېچنه لانجه رامینځ ته کړه چې تر اوسه هم په افغانستان او سیمې کې دستونزو سرچینه ده. د امپریالیزم له منطق نه پرته بل داسې منطق نه و چې هغه خلک سره ووېشل شي چې له یوه نسب نه وي، په یوې ژبې کړیږي، عقیدوي سیستم یې یو وي، یو ډول ژوند طرز او یو ډول نړۍ لید (Weltanschauung) ولري او تر عین جعرافیوي او اقتصادي شرایطو لاندې ژوند وکړي.

    هغه ګڼله شوې موقع د افغانستان له لارې په هند باندې د روسانو یرغل، رانغله چې د هغې لپاره په ظاهر کې د ډیورنډ کرښه اېستل شوې وه. پر ځای یې د سیمې انسانانو ته بیخي ډېرې ستونزې او د هغې دواړو خواوو حکومتونو ته ډول ډول کشالې پیدا شوې چې تر ټولو جدي یې د امنیتي وضعې خرابېدل وو. د ډېرو نظامي عملیاتو سره سره چې د هند حکومت وکړل، د ډیورنډ کرښې هغه وضع په اساسي ډول بدله نه شوه چې د هغې له کښلو نه دمخه په سیمه کې مسلطه وه. وایسرای لاډلېټن په کال (۱۸۷۷) کې ویلي وو چې «ګومان کوم زموږ شمال – لویدیځ سرحد په حاضر وخت کې دغسې یوه منظره انځوروي چې په نړۍ کې ساری نه لري. لږ تر لږه بله دغسې سیمه نه وینم چې هلته دې یو ستر متمدن قدرت له پینځه ویشتو کلونو سوله ییز اشغال نه وروسته په خپلو … ګاونډیو باندې دغومره لږ نفوذ وکړي چې دغه ملک د یوې وړې مهمې نظامي چوڼۍ (پېښور) نه د یوې ورځې په مزل کې پوره ناپېژندل شوی ملک دی او زموږ له پولې نه یو پا دوه میله اخوا د په پرله پسې ډول نقض شوی دی». دا واقعیت دی چې د ډیورنډ کرښې د خلکو لپاره هیڅ وخت وجود نه لاره، هغه یوازې د نقشې د پاسه لیدل کېږي. د کرښې د دواړو غاړو حکومتونو لپاره ممکنه نه ده چې خلک له هغې نه له اوښتلو نه منع کړي، دغه کرښه د تېرېدلو راتیرېدلو ۱۴۱ پېژندل شوي ځایونه او کوتلونه لري.

    سره له دې هم دغه توافق لیک د سیمي په خلکو باندې له نورو اړخونو نه ژور اثر کړی دی. دا چې د امیر عبدالرحمن مخه ونیول شوه چې د کرښې د ختیځې خوا په خلکو باندې کنټرول ولري او دا چې انګریزانو ونه شو کولی هغوی اداره کړي، د هغو سیمه یې د هیڅ چا په ملک واړاوه. د ډیورند د کرښې په غځولو سره انګریزانو دغه سیمه تجرید کړه، له دغسې خلکو سره چې هغوی نور هم سره وویشل شول او په اقتصادي لحاظ بیرته وغورځېدل. د دغه حال یوه نتیجه د زاړه ژوند طرز پاتې کېدل شول. په هغه سربېره د دغې کرښې له امله و چې خلکو د بدل او انتقام رواج ته دوام ورکړ، ځکه چې افغان چارواکو هغه وخت چې د جرم تورنان له کرښې نه اوښتل، له دغه رواج نه استفاده کوله.

    څنګه چې د ډیورند کرښه د وړاندې تګ د سیاست محصول وه، لارډ ایلګین په سیمې باندې د کنټرول د لګولو په مقصد دغسې چلندونه تجویز کړل چې په هغو سره هغه تر پښو لاندې شوه، که څه هم هغه څرګنده کړې وه چې مطلب د موجودې وضعې ساتل دي. دغه تجویزونه په خاص ډول د کرښې په نښه کول و چې تر موافقې کېدو وروسته پرې پيل وشو او په کال (۱۸۹۶) کې د مومندو او خیبر له علاقو نه پرته پای ته ورسېد. د (۱۸۹۷) کال په جون کې د هغو په مقابل کې ډير ستر پاڅون وشو. له شیعه توریو نه پرته د دغې پراخې سیمې ټولو قومونو د خپلو مشرانو او مذهبي لویانو په مشرۍ ملا او د پالام ملا او نور د انګریزانو په مقابل کې پاڅېدل، خو انګریزانو د شپېتو او اویا زرو تر مېنځ د خپل منظم پوځ په واحدونو سره چې یو افسر یې ونستن چرچل و؛ خواره کړل. انګریزانو بل هیڅ وخت له اباسین نه د لویدیځ په لور سیمو کې په یوه وخت کې دومره ډېر عسکر په کار نه وو اچولي.

    تر ټولو پیاوړې انګېرنه چې دغه قومونه یې د پرنګي پر ضد پاڅون ته وهڅول، د ډیورند له کرښې نه راولاړه شوې وه. د هغې په نښه کول په ټینګه او په څرګند ډول خلکو ته وښووله چې دوی نور نو د یوه خپلواک هېواد اوسېدونکي نه، بلکې د برتانیې د نفوذ او کنټرول په محیط کې دننه راوړل شوي دي. له همدې الامله و چې دوی د هغې په مقابل کې په عام ډول پاڅېدل. البته چې امیر دوی د پاڅون لپاره وهڅول هغه د دوی د واکمن په توګه بې پروا پاتې کېدلی نه شو او ځان یې اړ ولید چې د هغو ملاتړ وکړي؛ خو د برتانويانو له وېرې نه یې د هغو ملاتړ په منظم پوځ او په څرګند ډول سره کولی نه شو. د هغه پر ځای یې په ملکي جامو کې په یو څه عسکرو، قومي ملیشا او پیسو سره ورسره ملګریتوب وکړ. ملا نجم الدین لا څرګنده کړه چې امیر ورسره وعده کړې وه چې د جهاد اعلام به کوي.

    داسې ویل کېده چې د دغه ستر پاڅون شاته امیر او سپاه سالار غلام حیدر څرخي ولاړ دي، ځکه چې دوی د سوات او باجوړ خانان د پاڅون لپاره هڅولي وو؛ خو امیر زر له هغو سره له خپل دغه نیمګړي ملاتړ نه هم لاس واخیست آن تر دې چې د برتانویانو د ډاډینې لپاره یې څرګنده کړه چې که دغه قومونه افغانستان ته واوړي، بې وسلې به یې کړي او ملا نجم الدین به عربستان ته وشړي. انګریزانو له هغه نه دغسې غوښتنه کړې وه. دغه ډاډینه وروسته له هغه انګلیسانو ته ورکړل شوه چې هغوی په قوت سره پاڅون کووونکي خواره کړل او دغسې اوازې هم روانې شوې چې انګریزان غواړي په خاص افغانستان باندې هم یرغل وکړي. له پاڅون کوونکیو سره به د امیر پوره ملاتړ غټ توپیر کړی وای، لکه چې د هندوستان لوی درستیز څرګنده کړه چې «که هغه (امیر) خپله وړه ګوته جګه کړې وای، له سرحد نه دیخوا ملک کې به چې لا د مخه نارام شوی و، اور بل شوی وای؛ خو هغه په پوره درنښت سره پخپلو وعدو ټینګ ودرید او هغو ژمنو ته وفادار پاتې شو چې له برتانیې سره یې کړې وې».

    امیر داسې وانګېرل چې افغانستان او د خپلې کورنۍ واکمني یې له یوه زر پېښېدونکي خطر نه وژغورله؛ خو په واقعیت کې يې په اوږدې مودې کې د هېواد په ټوټه کېدو کې رضایت وښود او د خپلو خلکو غټه برخه یې بېګانه کړه. د هغو پښتنو په ګډون چې په اتلسمې پېړۍ کې یې د هېواد په تاسیس کولو کې او بیا د باندنیو یرغلګرو د تېري په مقابل کې له هغه نه په دفاع کولو کې غټه برخه اخیستې وه. په نتیجه کې د دوی لپاره طبیعي وه چې شکایت وکړي او شکایت یې هم هغه وخت وکړ چې برتانويانو د دوی په ملک باندې یرغل وکړ. د دوی شکایت دا و چې څه وخت چې انګریزانو د دوی په ملک باندې ودانګل، امیر د هغوی پروا ونه کړه، ځکه چې هغه «برتانوي حکومت ته د پیسو په مقابل کې» خرڅ کړل. امیر د دفاع په توګه په ډېر مهارت سره په یوې څرګندونې کې چې په اصل کې د برتانويانو لپاره وه، وویل چې: «… څنګه چې تاسې د دغه بغاوت په کولو سره له ما سره مشوره ونه کړه، تاسې حق نه لری ما ملامت کړئ». وروسته له هغه چې د برتانویانو په مقابل کې یې د امیر شېرعلي د چلند په اړه خبرې وکړې چې د هغو پای د هغه د کورنۍ نسکورېدل شول. امیر عبدالرحمن خپلو خبرو ته دوام ورکړ او ویې ویل چې: «داسې فکر ونه کړئ چې زه لکه امیر شیر علي خان دغومره احمق یم چې د تاسې به خاطر نور (برتانویان) وزوروم او خپه کړم». امیر د ایضاح البیان فی نصیحت الافغان په نامه په دغې وړې رسالې کې احتیاط کړی چې دوی د تل لپاره بیګانه نه شي؛ نو یې دا هم وویل چې: «که تاسې اوس هم ځانونه زما اختیار او واک ته پرېږدئ، زه به که د خدای تعالی رضا وه د برتانیې له حکومت سره ستاسې چارې په قانع کوونکي ډول فیصله کړم».

    دغه ستر پاڅون، نظام عملیاتو او د هغو لګښتونو، انګریزان هم تر دې حده محتاط کړل چې نه یې غوښتل دغه قومونه یا امیر نور هم وپارول شي. یوه جګپوړي انګلیس چارواکي په دې هکله دغسې وړاندیز وکړ: «په سرحد کې موږ افسرانو ته هدایت ورکړی چې وړاندې تګ ونه کړي او نه امیر ته د بد ګومانۍ دلیل برابر کړي. پخوا له دې چې بیا کوښښ وشي چې دغه قومونه زموږ تر کنټرول لاندې راوستل شي، زه به تر هغو انتظار وکړم چې امیر مړ شي. ګومان کوم چې په دغه انتظار سره به موږ څه له لاسه ورنه کړو».

    په پای کې د دې لپاره چې د هند امپراتوري په مقابل کې د یوه احتمالي خطر مخه نیول شوې وي، انګریزانو امیر عبدالرحمن او د هغه ځای ناستي پخپلو قومونو باندې له خپل طبیعي واک چلولو حق نه محروم کړل. په دې هیلې سره چې دوی پخپله به یې د وړاندې تګ د سیاست په پیروي تر اغیزمن کنټرول لاندې ونیسي، خو نتیجه د هغه پرخلاف شوه. اول خو د ډیورنډ د کرښې په نښه کول دغسې حرکت رامېنځته ته کړ چې د هغه پای د افغانستان ټوټه کېدل او د پښتنو وېشل شول. دغه حرکت دغه قومونه تر دې حده پورې وپارول چې د هغو له امله انګریزان پخپلو کوښښونو کې پاتې راغلل چې د وړاندې تګ د سیاست غوښتنې ترسره کړي. سره له دې چې دوی په مستعمراتي چارو کې او له باندینیو ولسونو سره د چلند کولو د ښه مهارت خاوندان او د خپل مهال یو نظامي زبرځواک و.

    برتانویانو که څه هم د وړاندې تګ سیاست په تطبق باندې لا هم ټینګار کاوه، د سیمې خلک هم پخپلې خپلواکۍ باندنې ټینګ ودرېدل. برتانویانو د دې لپاره چې د خپلواکۍ دغه ټینګ مدافعان غلي کړي، د هغو په ملک کې په پرله پسې ډول نظامي عملیات کول، په تېره وروسته له هغه چې امیر عبدالرحمن په کال (۱۹۰۱) کې وفات شو. دغه عملیات په وزیرستان کې شاید تر هرې بلې علاقې نه ډېر وو. د انګریزانو د نظامي عملیاتو په برابر کې ځایي خلکو حتی دننه په هندوستان کې د انګریزانو تر نېغې ادارې لاندې سیمو کې هم بریدونه کول. د ساري په توګه د اتلسو کلونو په بهیر کې له (۱۹۲۰) نه تر (۱۹۳۸) پورې له قبایلي علاقو نه اتلس ځله دغسې بریدونه وشول.

    د دغو نظامي عملیاتو او بریدونو او داسې هم د افغان – انګلیس د جنګونو یوه پایله د خلکو د مذهبي ذهنیت او د باندینو په مقابل کې د حساسیت پیاوړتیا او په ډېريدونکي ډول د مذهبي لویانو د نفوذ خپرېدل شول. د خلکو دغه بریدونه د حضرت محمد(ص) د وختونو د غزا په نوم یاد شول. نه یوازې قومونو په ټولیز ډول، فردي کسانو هم له ډیورنډ لیکې سره د مخالفت په غورځنګ کې غوښتل نوم او عزت وګټي. ډېر څرګند مثال یې د عجب خان اپریدي افسانوي قصه ده چې د ایلیس په نامه یوه انګرېزه پېغله یې په پېښور کې په داسې حال کې چې فامیل یې په پیرو سره ساتل کېده، وتښتوله. پخپلې کلا کې یې د یوې قدرمنې مېلمنې په شان ساتله ان تر دې چې د هغې لپاره یې له پېښور نه اروپایي خواړه په غلا سره ترلاسه کول. د خپلواکۍ لپاره د دغو خلکو مبارزه د پخواني یوانان د اتل (اودي سي) د داستان په شان دی چې د ټرای له جنګ نه وروسته یې لس کاله ډېر ستونزناک سلفر وکړ. ټولو دغو فعالیتونو انګلیس – ضد احساس او د تلپاتې انارکي حالت حالت ژوندی وساته چې محلي او بین المللي کړکېچ سرچینه ده او ممکن همدغسې پاتې وي، خو په هغه حال کې چې د ټولو هغو په موافقه فیصله شي چې اغيزمن کوي یې.