” له علمي اهمیت نه سربیره، کاکړ صاحب یو متعهد انسان و ، دده تعهد د خپل ولس او خپل هیواد سره و. کاکړ صاحب د فرد په ازادۍ او د ملتونو په ازادۍ باور درلود. “
~ دوکتور انوارالحق احدی
له هر څه نه د مخه غواړم چې د کاکړ تاریخ بنسټ رسمي افتتاح د بنسټ د بورډ غړو ، کاوون خان کاکړ، د کاکړ صاحب د کورنۍ ټولو غړو ، او د بنسټ مینه والو ته مبارک ووایم. همدارنګه ، غواړم د بنسټ له ادارې او کاوون خان نه مننه وکړم چې ماته یې بلنه راکړې چې په دې پرتمینې غونډې کې ګډون او وینا وکړم. مرحوم پوهاند دوکتور محمد حسن کاکړ زما نژدې ملګری و او توقع لرم چې د کاکړ صاحب په هکله غونډو ته دعوت شم او د کاکړ صاحب له نورو مینه والو سره یو ځای د کاکړ صاحب د شخصیت او نظریاتو په بحث کې ګډون وکړم.
مرحوم کاکړ صاحب یو علمي ، ملي او اجتماعي شخصیت و . کاکړ صاحب ډیر علمي اثار لري . ممکن له مانه دا توقع وي چې زه دکاکړ صاحب په اثارو یو جامع علمي نقد تاسو ته وړاندې کړم. خو زه کاکړ شناس نه یم؛ ما حتی د کاکړ صاحب ټول اثار ندی لوستي. خو دوه – درې مهم اثار مې ورته لوستي دي هغه هم شل – دیرش کاله مخکې. نو له کاکړ پوهانو نه بښنه غواړم چې ددې واضح محدودیت سره سره بیا هم جرئت کوم چې نن تاسو ته د کاکړ صاحب د اثارو او شخصیت په هکله څو خبرې کوم.
درې – څلور ورځې دمخه کله چې کاوون خان کاکړ او لیوال صاحب زما کره راغلل او له ما یې وغوښتل چې په دې ننني مجلس کې وغږیږم، کاوون خان راته وویل چې که په علمي میتودولوژۍ باندې لږ وغږیږم ښه به وي. نو ځکه مخکې له دې نه چې د کاکړ صاحب په لاقل دوه – درې علمي تالیفاتو او دوه – درې ترجمو باندې تبصره وکړم، اجازه راکړئ چې په اجتماعي علومو کې د درې مختلفو میتودولوژیو چې د تاریخ څیړنې میتودولوژي یوه له دغو دریو میتودولوژیو نه ده؛ باندې لنډې خبرې وکړم.
په اجتماعي علومو کې د علمي حیثیت له پلوه quantitative analysis (یا ارقامي تحلیل چې په هغو کې له ډیرو پرمخ تللو احصائیوي – Econometrics- تخنیکونو نه د علت او معلول د کشف لپاره استفاده کیږي) ډېر جګ مقام لري. ددغه میتود پیرو د اجتماعي مسایلو پوهان غواړي چې له طبیعي علومو نه پیروي وکړي او د متغیرو (variables) ترمنځه د علتي (causal ) رابطې د کشف لپاره له ارقامي تحلیلي (quantitative analysis) تخنیکونو نه استفاده وکړي. نو ځکه له طبیعي ساینسي علومو نه سربیره د اجتماعي علومو ترمینځه په اقتصاد، سیاسي علومو، سوسیالوژۍ او سایکالوژۍ کې اوس له ټولو نه پرمخ تللې مطالعات په همدغه میتودولوژۍ ولاړی دي. متاسفانه د افغانستان په هکله په علمي اجتماعي مطالعاتو کې له دغې میتودولوژۍ نه ډیره کمه استفاده کیږي او دلیل یې همدا دی چې د اجتماعي پدیدو په هکله مونږ پوره او موثق ارقامي معلومات نه لرو. له ارقامي تحلیل ( quantitative analysis ) نه وروسته جګ علمي حیثیت مقایسوي مطالعاتي ( comparative studies ) میتودولوژۍ ته ورکول کیږي. په دې میتودولوژۍ کې د یو څو مشابهو قضیو عمیقه کیفي مطالعه کیږي او له هغې عمیقې مقایسوي مطالعې نه عمومي احکام ترلاسه کیږي. خو د دغو احکامو عمومیت او دقت د ارقامي مطالعاتو په اندازه نه دی؛ نو ځکه یي علمي (scientific ) اهمیت له ارقامي تحلیلي (quantitative analysis) میتودلوژۍ نه ټیټ دی. خوشبختانه چې له دغه علمي میتود نه اوس د افغانستان په اړونــدو مــــوضوعاتو کې اســتفاده کیږي. د مـــثال په توګه، دوه کاله مــخکې ارین شریفي د Tufts په پـوهـنتون کې د دوکـتورا د تیزس څـیړنې لپاره له مقایسوي یا (comparative analysis ) نه ډیره ښه استفاده وکړه او دا موضوع یې په علمي ډول وڅیړله چې ولې په عموم ډول په ټوله اسلامي نړۍ کې او په خاصه توګه په افغانستان کې ځیني سیاسي اسلامي ډلې د خپلو سیاسي اهدافو د لاس ته راوړلو لپاره د خشونت له ستراتیژۍ نه استفاده کوي او ځینې نورې اسلامي ډلې له مسالمت امیزه لارو کار اخلي. سره له دې چې مقایسوي مطالعاتي (comparative analysis) میتودولوژي د ساینس د فــلسفې له نـــظره له ارقـــــامي تـــحلیلي ( quantitative analysis) میتودولوژۍ نه ټیټه درجه لري؛ خو زما په فکر د ځینو ډیرو مهمو کتابونو په څیړنه کې له مقایسوي میتودولوژۍ نه ډېره ښه استفاده شوې.
او د علمي Scientific)) میتود اهمیت له لحاظه دریمه درجه مطالعات د تاریخ څیړنې میتود دی. په دې میتود کې یوه ټولنه، یا یوه پدیده په ځانګړې ډول مطالعه کیږي؛ د نورو ټولنو سره په سیستماتیک ډول نه مقایسه کیږي او داسې عمومي احکام نه لري چې هغه احکام به د نورو ټولنو په هکله هم صدق وکړي. ددې میتود ځیني پیروان چې historicist نومیږې حتی په دې باور دی چې هره ټولنه او د هرې ټولنې حوادث د تاریخ په خاص وخت کې دومره ځانکړی دي چې ممکن د بلې ټولنې له حوادثو او انکشافاتو سره نژدې شباهت هم ونه لري.
د ساينس د فلسفې پر اساس هر حکم چې څومره عمومي وي هغومره ئي علمي یا ساینسي اهمیت جګ وي. د مثال په ډول د فزیک قوانین ډیر عمومي دي او د علت او معلول (cause and effect) رابطه په کې سل سلنې ته نژدې وي. نو ځکه د فزیکي قوانینو علمي حیثت ډیر جګ دی. د ارقامي مطالعاتو هدف عمومي احکام دي؛ دغه احکام یوې قضیې یا څو شبیه قضایاو ته محدود نه دي، نو ځکه یي علمي حیثیت جګ دی. د مقایسوي مطالعاتو هدف د څو شبیهو قضیو په هکله د علت او معلول کشفول دي. نو ځکه یي علمي (scientific) حیثیت ښه دی؛ خو بیا هم له ارقامي میتود نه يې علمي حیثیت ټیټ دی. او څرنګه چې د تاریخ څیړنې هدف مشخصه قضیه وي، تیوریکي اهمیت یي نسبتأ ټیټ دی.
په افغانستان کې په اجتماعي علومو کې ارقامي میتود نه کمه استفاده شوې؛ مقایسوي میتود شروع شوی او ځینې ډیر ښې مطالعې په کې سرته رسیدلي؛ خو تاریخې میتود له پخوا نه دلته رایج و او اکثرأ زموږ فهم د افغانستان د اجتماعي مسایلو په هکله په تاریخ څیړنې باندې ولاړ دی. سره له دې چې په تاریخ څیړنې میتود کې هدف د عمومي تیورۍ کشف نه دی؛ خو ډيرې په زړه پورې تاریخي مطالعې هغه دي چې د مشخصې پدیدې لپاره علمي یا ( (causal عوامل په ګوته کړي.
خو د افغانستان په هکله زه متوجه شوی یم چې له پخوا نه تاریخ څیړنې د کرونولوژۍ شکل درلود، یعنې حوادث او انکشافات د زماني تسلسل په شکل بحث کیدل؛ د جریاناتو قصه په کرونولوژیک ډول وړاندې کیده، او تحلیلي بڼه یې چې د جریاناتو علتونو causes ) ) باندې تمرکز وشي ډیره کمزورې وه . دغه حالت حتی د ډیرو مشهور غربي افغانستان شناسانو لکه د Dupree Louse په کتاب کې هم لیدل کیږي. د (Dupree) تاریخ تشریحی descriptive)) کرونولوژي ده. معلومات په کې ډير راټول شوي، خود ساینس د فلسفې پر اساس یې علمي محتوی کمزورې ده.
کله چــې ما ۴۵ کاله پـــخوا د Vartan Gregorian کتاب د مــــعاصر افغانستان ظـــهور( The Emergence of Modern Afghanistan ) ولوست، ډير مې خوښ په دې شو چې یواځې کرونولوژي او په قصې (description) ولاړ نه و بلکې تحلیل په کې و او تر یو حده پورې یې د سیاسي پدیدو عــلتونه هــم څـــیړلي و. هــمدارنګه مــا د Leon Poulada د کتاب له لوستلو نه چې د امان الله خان د دورې اجتماعي بدلونونه او د خلکو اغتشاشونه څیړلي دي ډير خوند واخیست، ځکه چې له قصې او کرونولوژي (description) نه په کې تحلیل او د پدیدو په علتونو په بحث باندې ډير تمرکز شوی.
خو د افغانستان د تاریخ اړوند کوم کتاب چې زما ډير خوښ شوی هغه د کاکړ صاحب کتاب، ټولنه او دولت: د عبدالرحمن خان په سلطنت کې، دی چې د عبدالرحمن خان کامیابې هلې ځلې د مرکزي دولت جوړولو په هکله څیړي. سره له دې چې دا کتاب ما ۳۰ کاله پخوا لوستی او طبعأ ډیر بحثونه مې هیر شوي دي، خو یو مطلب مې په یاد دی او هغه دا دی چې د کتاب په لیکنه کې له اولي موادو خصوصأ ارشیفي موادو، نه ډیره استفاده شوې. تاریخ لیکنه خاصه میتودولوژي لري چې د هغه په رڼا کې د اولي موادو نه معتبره معنی په ثقه ډول استنباط کیدای شي. هر لمړني سند ته باید حتمأ د اعتبار په سترګه و نه کتل شي. د اسنادو د اعتبار ارزیابي خورا دقت غواړي او یو محقق باید ثابته کړي چې د سند حکم د هغه وخت له نورو معتبرو روایاتو سره په تضاد کې نه دی. کاکړ صاحب په دغه میتودولوژۍ باندې پوره واقف و؛ ښه استفاده یې ورنه کړې او په نتیحه کې يې داسې یو کتاب لیکلی دی چې ممکن د عبدالرحمن خان د دولت جوړولو په هکله ورته واقعأ ثقه (definitive) مطالعه ووایو. د کاکړ صاحب کتاب یواځې کرونولوژي او قصه description)) نه دی بلکې له تحلیل نه ډک دی. د کاکړ صاحب کتاب، چې دده د دوکتورا تیزس هم دی، د تاریخ لیکلو په علمي میتود ولاړ، دقیق، او په بین المللي سطحې د تاریخ یو علمي اثر دی. دا به د کاکړ صاحب د سکالرشيپ په هکله بې انصافي وي چې ووایو د کاکړ صاحب اثر د افغانانو په سطحه یو ښه علمي اثر دی؛ د کاکړ صاحب کتاب په بین المللي ستندرد د تاریخ یو ښه علمي اثر دی. زما په فکر د کاکړ صاحب دغه کتاب دده علمي جای ګاه تثبیته کړه او ځان ته یې علمي افتخار وګټه او مونږ افغانانو ته یې دا افتخار را وبښه چې افغان سکالر کولای شي په بین المللی سطحې علمي اثر ولیکي.
د کاکړ صاحب بل کتاب چې ما شل کاله پخوا لوستی، د شوروي یرغل او د افغانانو غبرګون، عنوان لري. زما په فکر ددې کتاب علمي اهمیت د، ټولنه او دولت: د عبدالرحمن خان سلطنت کتاب په مقایسه ټیټ دی، ځکه چې دا کتاب تر ډیره حده کرونولوژیک قصه ( descriptive) ده. خو د کتاب اهمیت په دې کې دی چې ډیر داسې معلومات په کې راټول شوي چې که کاکړ صاحب نه وای لیکلی، د وخت په تیریدو ممکن له مینځه تللی وای. څرنګه چې کاکړ صاحب یو مسلکي تاریخ پوه و، داسې ښکاري چې په سیستماتیک ډول یي د شوروي د اشغال د دورې حوادث په خپله یاداشت کړي او لیکلي دي. همدارنګه، په زندان کې یي له ډیرو سیاسي بندیانو سره خبرې کړې وې او هغوي هم ورته خپلې قیصې کړې وې. ډیر وخت په انسان باندې لټي غالبه کیږي او سره له دې چې د مهمو تاریخې پيښو په جریان کې وي خو یاداښتونه نه لیکي. جهاد د افغانستان د تاریخ یو ځلانده فصل دی او خاطرات یې باید ژوندي پاتې شي. د کاکړ صاحب دغه یاداښتونه او بیا د دغه کتاب لیکنه د جهاد د دورې واقعیتونه ژوندي ساتي او دا یو لوی خدمت دی.
مخکې مې وویل چې د کاکړ صاحب کتابي تالیفات ډير دي؛ ما دکاکړ صاحب فقط یو څو کتابونه لوستي دي؛ خو د کاکړ صاحب په کتاب کې زه یو ټکي ته متوجه شوم چې د کاکړ صاحب تاریخ څیړنه عمومي تاریخ نه دی، بلکې د یوې خاصې دورې یا خاصې موضوع په هکله دی. دا موضوع له علمي اړخه مهمه ده. د موضوعاتو عمیقه او تازه څیړنه محقق دې ته مجبوروي چې د خپلې مطالعې ساحه یا د زمان له لحاظه او یا د موضوع له لحاظه محدوده کړي. له عمومي تاریخ نه عوام ښه استفاده کولای شي؛ ولې علمي بحث عمیقه څیړنه غواړي او عمیقه څیړنه د موضوع محدودیت یا د وخت او دوران محدودیت ته ضرورت لري. کاکړ صاحب په خپلو تاریخي څیړنو کې دغې علمي ملاحظې ته ښه توجه کړې او خپل علمي تحقیقات یې یا د وخت او یا هم د موضوع له لحاظه محدود کړي خو د مطالعې عمق یې قوی کړی.
کاکړ صاحب سربیره پر دې چې خپل ډیر تالیفات لري، څو عمده اثار یې هم ترجمه کړي دي. په پخوا زمانو کې ترجمه یو منلې علمي هڅه وه او د علم په خپریدو کې یې غټ نقش درلود. د مثال په ډول، د عباسیانو په دوره کې ډیر یوناني علمي اثار عربي ته ترجمه شول او ښه استفاده ورنه وشوه. بیا د رنسانس په دوره کې یوناني او عربي اثار په غرب کې ترجمه شول او علمي استفاده ورنه وشوه. خو اوس په پرمخ تللو ټولنو کې ترجمه هغه پخوانی علمي اهمیت نه لري. اوس په علمي ارزیابي کې د عالم خپل بکر نظر یا بکر thesis اهمیت لري. خو څرنګه چې د افغانستان غوندې هېوادونو کې ډير لږ علمي اثار په ملي ژبو کې پیدا کیږي، ښه ترجمه تر ډیره ځایه دغه خلا ډکولی شي.
کاکړ صاحب په مسلکي ډول تاریخ پوه و خو علمي علاقه مندي یې تاریخ ته منحصره نه وه. کاکړ صاحب ډیر فلسفي او تیوریکي اثار لوستي او ځیني مهم اثار یې پښتو ته ترجمه کړي. په دې لړ کې د کاکړ صاحب له خوا د اندرویس ویرګا فلسفي اثر چې عنوان یې دی، د انسانــــتوب په اړه د اخلاق پوهنې پرنسیپونه؛ او د جان ستوارت میل سیاسي تیوري اثر چې عنوان یې دی، لیبرالیزم؛ او د جان کیګن اثر چې عنوان یې دی جنګ او زمونږ نړۍ، په ډيره روانه پښتو ترجمه کړي دي. د علمي اثارو په ترجمه کې مهمه خبره دا ده چې مترجم نه یواځې دا چې باید په دواړو ژبو باندې حاکمیت ولري، بلکې د کتاب په موضوع کې هم ښه وارد وي، چې ترجمه تحت الفظ شکل پیدا نکړي. د کاکړ صاحب ترجمې دا ښکاره کوي چې نه یواځې دا چې ده په روانه پښتو دغه اثار ترجمه کړي، بلکې دا چې د کتاب په موضوعاتو کې هم وارد دی. زما په فکر دکاکړ صاحب ترجمې په پښتو او دري کې د علمي مطالبو د خپرولو او عام کولو په هکله اهمیت لري. همدرانګه، زما په آند کوم اثار چې کاکړ صاحب ترجمه کړي، د ډاکتر صاحب له سیاسي او اجتماعي ارزښتونو سره هم تړاو لري.
د کتابونو او ترجمو سربیره کاکړ صاحب ګڼ شمیر علمي او تحلیلي مقالې هم لیکلي دي. خو زما دا لنډه تبصره د کاکړ صاحب ټول تالیفات نشي احتوا کولای. لنډه دا چې کاکړ صاحب په بین المللي معیارونو سره سم یو کره تاریخ پوه او د اجتماعي علومو دوام داره زده کوونکی، او د افغانستان په روشن فکرۍ حلقو کې یو جګ غږ و.
له علمي اهمیت نه سربیره، کاکړ صاحب یو متعهد انسان و، دده تعهد د خپل ولس او خپل هیواد سره و. کاکړ صاحب د فرد په ازادۍ او د ملتونو په ازادۍ باور درلود. کاکړ صاحب که د ویښ ځلمیانو سره علاقه درلوده، که یې د استادانو او محصلینو په اتحادیه کې غړیتوب درلود، که یې د خپلواک افغانستان د لیکوالو په اتحادیه کې ګډون کاوه، او که یې د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو په ټولنه کې فعالیت کاوه؛ هدف یې خپله، د نورو افرادو، او د ټولنې ازادي وه. د کاکړ صاحب تعهد له ازادۍ، ملت او هیواد سره دومره قوي و چې په شعوري دول یې زندان ته تګ ومنه؛ خو له خپلو ارزښتونو نه تیر نشو. د کاکړ صاحب ځیني ارزښتونه د یوې سنتي پښتني ټولنې ارزښتونه دي؛ خو کاکړ صاحب دائم د عنعناتو تابع هم نه و. کاکړ صاحب له خپل ملت سره پوره مینه درلوده، خو له دې مینې سره سره ده په انسانیت او هیومنیزم هم باور درلود او د اخلاقو کود یې د یو ملت په محدوده کې منحصر نه و، بلکې فراملتي او د انسانیت په سطحې کې و.
د کاکړ صاحب د تعهد او ورځني ژوند ترمینځه تر ډير وخته پورې ټکر نه و راغلی؛ خو کله چې د ثور له کودتا نه وروسته دده د عقایدو او سیاسي محیط ترمینځه تصادم واقع شو، کاکړ په خورا شهامت د ژوند چلینج ومانه او د خپلو ارزښتونو نه یې په دفاع کې زندان او د ژوند نورې ناخوالې ومنلې. کاکړ صاحب یو مدني/سیاسي فعال عالم و؛ څرنګه چې عالم و، مـــدني/ ســــیاسي فعالیت یې ډير موثر و. که یواځې عــالم وای او یا بې علمه مــــدني/ســــــیاسي فعال وای، تاثیر به یې خــورا کم وای.
د کاکړ صاحب تعهد او له ارزښتونو سره سم ژوند ما یو بل بحث ته متوجه کوي. په علمي حلقو کې دا مفکوره نسبتأ قوی ده چې محقق یا ریسرچر باید د هغو موضوعاتو په هکله چې څیړي یې، کلک دریځ ونه لري؛ ځکه چې د محقق کلک تعهد دده د واقع بینۍobjectivity) ) مخه نیسي. خو زه په دې نظر نه یم چې محقق باید کاملأ د خپلو څیړنو په هکله بې طرف وي. د څیړني د موضوع انتخاب خاصه علاقه مندي غواړي؛ کاملأ بې طرفه محقق به ډیر کم وي. کوم شی چې مهم دی هغه دا دی چې محقق په پټو سترګو څه ونه مني، او په اګاهانه ډول علمي واقع بیني objectivity) ) ولري او که واقعیتونو دده شخصي ترجیحات رد هم کړل باید دومره فکري او اخلاقي توان ولري چې د څیړنې علمي نتایج ومني او تحریف یې نکړي. اما د ښه واقع بینobjective)) سکالرشيپ لپاره پوره بې طرفي شرط نده. دغه حکم د کاکړ صاحب د څیړنو په هکله هم صدق کوي. کاکړ صاحب له افغان، افغانستان ، پښتون ، ازادۍ او ……. سره کلکه علاقه درلوده، خو لا تر اوسه ما ته نده جوته شوی چې چا به ثابته کړي وي چې د کاکړ صاحب د تحقیقاتو نتایج په شعوري ډول تحریف شوي وي. زما په آند تعهد او واقع بینيobjectivity) ) متضاد مفاهیم ندي. کاکړ صاحب متعهد انسان و خو څیړنې یې په واقع بینۍ (objectivity) باندې ولاړې وې.
او په اخر کې غواړم د کاکړ صاحب د شخصیت/کرکتر په هکله زما یو څو کتنې له تاسو سره شریکې کړم. اکثرأ داسې واقع کیږي چې د ډیرو وتلو عالمانو اجتماعي ژوند لږ څه کم رنګه وي. البته دا عمومي حکم ندی او د کاکړ صاحب په هکله خو هیڅ صدق نه کوي. کاکړ صاحب یو ډیر اجتماعي سړی و او یو فوق العاده ښه ملګری و. کاکړ صحب یو خندان او خوش ارواح سړی و. سره له دې چې په زندان کې یې ډير وخت تیر کړی و، خو عقده یې سړی نه و. زما برداشت دا دی چې له کاکړ صاحب سره آشنا کیدل نسبتأ آسانه و . ما کاکړ صاحب سره په امریکا کې کله چې دې له بند نه خلاص شو او امریکا ته یې مهاجرت وکړ وپیژندل. خو ما داسې احساس کاوه چې له کاکړ صاحب سره له ډیر پخوا آشنا وم. په ټیلیفون کې به مو اوږدې خبرې کولې. زه په امریکا کې باستن ته نژدې دپراویدنس په ښار کې اوسیدم او د پراویدنس په پوهنتون کې استاد وم. کاکړ صاحب د امریکا په غرب کلیفورنیا کې اوسیده او زمونږ د ښارونو ترمینځ د طیاري لا اقل پنځه ساعته مزل دی. خو دوه ځلې یې لطف وکړ او پراویدنس ته راغی او درې، څلور شپې یې له ماسره وکړې. د ژوند د ناخوالو سره سره، کاکړ صاحب ماته یو خوشحاله سړی ښکاریده. څو کاله مخکې مې یوه مطالعه ولوستله چې د انسانانو د خوښۍ په باره کې شوی وه . د مطالعې نتیجه دا وه چې په ژوند کې هغه انسانان ډیر خوښ وي چې داعیه ولري. زما په فکر د کاکړ صاحب داعیه دده علمي، اجتماعي او شخصي ارزښتنونه و او د دغو ارزښتونو تحقق د ده په خپل لاس کې و. مادیات ورته مهم نه وو. نو ځکه ماته یو خوشحال انسان ښکاریده. زما په فکر کاکړ صاحب یو خوش بخته انسان و او هغه کسان چې دده ملګري وو، زما په شمول، نیک بخته وو چې کاکړ صاحب په شان ملګری یې درلود. کاکړ صاحب اوږد، او له معنی نه ډک ژوند وکړ. هر انسان بالاخره مري، نیک بخته به هغه وي چې له مرګ نه وروسته هم په ښو یاد شي. کاکړ صاحب ته دغه نیک بختي په علمي، اجتماعي، او شخصي سطحو په نصیب شوې ده.
غوړام خپله وینا په یوې مشاهدې او په یوې دعا ختمه کړم. په تیرو څو کلونو کې ما په حکومت باندې ډیرې نیوکې کړي دي. خو د ډاکتر صاحب غني په مشرۍ دې حکومت د پوهانو قدر کړی او زما په آند د کاکړ صاحب حق یې ادا کړی او زه غواړم چې خپله خوښي په دې اړه ښکاره کړم.
او زه دعا کوم چې د کاکړ تاریخ بنسټ ته دې خدای وسه ورکړي چې د افغانستان په اړوند، تاریخ لیکنې تشویق او نشر کړي چې له یوې خوا د افغانانو تاریخ پوهنې سره مرسته وکړي او له بلې خوا د کاکړ صاحب نوم ژوندی وساتي.
Related Speeches
Read Other Articles
Inauguration Ceremony