کاکړ تاریخ بنسټ د میلمنو ناستو په لړ کې یوه بله علمي ناسته “افغانستان: د احمد شاه ابدالي له سلطنته تر لومړۍ افغان–انګلیس جګړې” تر سرلیک لاندې ترسره کړه.
په یاده ناسته کې یو شمېر لیکوالانو، پوهانو، سیاسي شخصیتونو او ځوانانو برخه اخستې وه. د ناستې په پیل کې ښاغلي کاوون کاکړ د بنسټ موخو، فعالیتونو، لاسته راوړنو او خپرونو په اړه لنډ معلومات ورکړل او همداشان یې “افغانستان د شاهانو په زمانه کې” د اثر لیکوال ښاغلی فرخ حسین ګډونوالو ته وروپېژانده.
ښاغلي فرخ حسین خپلې خبرې د احمد شاه دراني له سلطنته تر لومړۍ افغان – انګلیس جګړې، په مهمو پېښو پیل کړې، هغه د مهمو پېښو او دلایلو په وړاندې کولو سره د دراني امپراطورۍ عظمت او لوړوالی بیان کړ او هغه یې د عثماني امپراطورۍ راورسته په اسلامي نړۍ کې دوهمه لویه امپراطوري یاده کړه.
ښاغلي فرخ حسین زیاته کړه چې څنګه د احمد شاه دراني لمسی شاه زمان پدې وتوانېد چې یو مرکزي دولت او منظمه اردو چې د قبایلو له اثر څخه پاکه وي ایجاد کړي. د ناستې په دوام کې د شاه زمان د سلطنت په لاسته راوړنو، د شاه شجاع او ترڅنګ یې د سیکهانو “رنجیت سنګ” په حاکمیت چې وروسته یې پېښور تسخیر کړ بحث ترسره شو، همداشان د پادشاه دوست محمد خان او بریتانوي هند ترمنځ د اړیکو په خرابوالي، چې انګلیسانو په افغانستان حمله وکړه او په پایله کې یې شاه شجاع تر شاهي تخت ورساوه، هم بحث ترسره شو.
په علمي ناسته کې پر دې هم بحث وشو چې څنګه د شاه شجاع او انګلیسانو پر وړاندې داخلي غبرګونونه راوپارېدل او نتیجه یې دا شوه چې مکناټن ووژل شو او انګریزانو ماتې وخوړه.
ناسته د پوښتنو او ځوابونو په مطرح کولو سره پائ ته ورسېده.
