Publications: Books

د کابل سلطنت بیان

By پوهاند محمد حسن کاکړ (Author)
Language: پښتو

Number of Pages: 700

Formats available:

دا اثر په عمومي ډول د پښتنو د قومونو، خیلونو، رواجونو، د استوګنځیو او نورو برخو په اړه زیات مالومات وړاندې کوي. البته هغه څوک چې غواړي د پښتنو په اړه د ۱۹مې پېړۍ په پيل کې، د افغانستان د سیاسي حالت او همدرانګه د ګران هېواد د ټولو اوسېدونکو په اړه لږ او ډېر مالومات ترلاسه کړي؛ نو دا اثر دې ولولي. له پښتنو علاوه پکې د هزاروو، ازبکو، تاجکو، بلوچو، ایماقو او یو شمیر نورو قومونو یادوه هم شوې چې کوم ځای یې استوګنه درلوده او دود او کلتور یې څه و؟ د افغانستان پېژندونکو او افغاني محقیقینو له پاره ډېر تاریخي، جغرافیوي او کلتوري مالومات لري. که څه هم ډېر وخت کېږي چې لیکل شوی دی بیا هم د دغه کتاب له محتویاتو سره سم د څېړنیزو موضوعاتو په باب چې اوس څېړنې کیږي، دغه کتاب ورسره ډېره مرسته کوي. په دې کتاب کې د درانیانو پر پاچاهي هم بحث شوی دی چې د احمدشاه بابا سیاست، یرغلونه، د احمدشاه بابا شخصیت، د هغه مړینه او له هغه وروسته د نورو دراني پادشاهانو یادونه هم شوې ده. دا چې یو بهرني لیکوال د پښتنو په اړه څېړنه کړې ده؛ نو کولی شو چې د پښتني قبیلو په اړه د نورو لیکوال اثار په پرتلیزه بڼه له دې کتاب سره وګورو او په ځینې اختلافي مواردو ځان پوه کړو.

Share

explore more books