Publications: Books

د سولې لپاره د افغانانو هڅې

By ګڼ لیکوالان (Author)
Language: دري او پښتو

Number of Pages: 232

Formats available:

د مقالو د دغې مجموعې الهام له هغو درې لیکونو اخېستل شوی چې په 1990م کال کې د شوروي پوځونو له وتلو یو کال وروسته، د جمهور رئیس نجیب الله او پوهاند محمد حسن کاکړ تر منځ تبادله شوي دي. په دغو لیکونو کې نجیب الله او کاکړ د افغانانو د ارمانونو او هیلو او همداراز هېواد ته د سولې د راوړلو د طرحو په هکله بحث کړی دی. دوی دغه راز د افغانستان د جګړې او سولې د داخلي، سیمه‌ییزو او نړیوالو لوبغاړو، عواملو او خنډونو په هکله هم نظرونه تبادله کړي دي. د مقالو په دغه ټولګه کې د تاریخپوهانو، د سیاسي علومو څېړونکو، انسان پېژندونکو، سیاستوالو او د مدني ټولنې د غړو 11 مقالې راغلي دي چې ۸ مقالې په دري او ۳ مقالې په پښتو ژبه دي. دوی د لیکونو په تحلیلولو سره، د سولې د اوسنیو او تېرو پروسو او هڅو د تاریخي، فرهنګي او سیاسي موضوعاتو په هکله نظریات وړاندې کړي دي.

Share

explore more books