Publications: Books
جان سټوراټ مل په ۹۰ دقیقو کې
By جان کیګان (Author)
Language: پښتو
Number of Pages: 300
Formats available:
- Paperback
- Download PDF
د دې اثر موضوع فلسفه ده او تاسې به دې د لیبرالیزم (د ازادۍ فلسفه)، امپیرسیزم (د تجربې فلسفه) او یوټلیزم (د ګټورتوب یا نیکمرغۍ فلسفه) په اړه په دې کتابګوټي کې مالومات ترلاسه کړی. د سټوارټ مل فکر په همدې درې فلسفو کې خلاصه کیدای شي. د سټوراټ مل له افکارو سره د افغانستان د ځوان نسل اشنایي له همدې کتابګوټي پیلیږي. منځپانګه یې زموږ د ټولنې لپاره ځکه مهمه ده چې د ګټوروالي فلسفه دلته لا چا ډېره د یوې مجردې علمي لارې په توګه نه ده پېژندلې. د دې فلسفې د منطق له مخې غوره افکار او اعمال هغه دي چې ګټه یې عامه وي او ټولنه ورڅخه ډېره مستفیده شي.
د دې کتاب تر لوستلو ورسته به تاسو پوه شی چې زموږ ټولنه په فردي لحاظ له څومره محدودیتونو سره مخ ده؟ د دغو محدودیتونو لاملونه څه دي؟ همدې محدودیتونو زموږ د پرمختګ څومره مخه ډب کړې؟ څه په کار دي چې د ټولنې د پرمختګ لپاره پوه او د فکر کسان وروزو؟ په دې به هم پوه شي چې د دې فردي ازادي حدود څه دي؟ ایا دا په دې مانا ده چې یو فرد دې په هر څه کې ازاد وي او څوک دې د هغه مخه نه نیسي او که فرد تر هماغې خپلې محدودې ساحې پورې په خپلو کارونو کې ازاد دی؟
Share