Publications: Books
د پاچا امان الله واکمنۍ ته یوه نوې کتنه
By محمد حسن کاکړ (Author)
Language: پښتو
Number of Pages: 178
Formats available:
- Paperback
- Download PDF
په دې برخه کي د شاه امان الله خان له شوره ډکې لنډې سلطنتې دورې (۱۹۱۹-۱۹۲۹) ته کتنه شوې. په لومړي سر کې شاه امان الله د خپلواکۍ غوښتنې د بریالۍ مبارزې د یوه اتل په توګه مطرح شو. په (۱۸۸۰ز کال کې هندي برتانیې د افغانستان د بهرنیو اړیکو د واک په ترلاسه کولو کي بریالۍ شوه.) له لومړۍ نړۍ والې جګړې وروسته په افغانستان کې د بشپړې خپلواکۍ غوښتنې او غربي تمدن په پیژندنې کي یو غورځنګ په پیاوړي ځواک بدل شو او ځوان پاچا یې هم پر وړاندې مثبت غبرګون وښود چې په دې ترڅ کې په یوه اتل بدل شو؛ خو د غربي تمدن په ښودنه کې د ده اصلاحاتو یو شمیر داسې کړنې درلودې چي د ټولو لپاره د ستاینې وړ وې، خو د ټولنې د یو شمیر محافظه کارو عناصرو د حساسیتونو د راپارولو سبب هم شوې. تر کومه ځایه چي دغه وروستۍ طبقه د افغانستان دودیزو وګړو څخه جوړه شوی وه، د دوي غبرګون هم له تاوتریخوالې څخه ډک وو. غبرګون د ځوان پاچا او د ده د اصلاحاتو په وړاندې د یو لړ پاڅونونو لامل او پایله یې دا شوه چې پاچا د هیواد څخه وتلو ته اړ شي او په افغانستان کي د جامع اصلاحاتو لومړی پړاو له بشپړې ماتې سره مخ، او د نهه میاشتنۍ کورنۍ جګړې د پیل لامل شي.
Share